ا.ا له یوه چینايي شرکت سره د امو سیند د نفتو د استخراج تړون لاسلیک کړ

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور د دغه قرارداد د لاسلیک په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دغه تړون ارزښت د درېوو کلونو لپاره ۴۴۵ میلیونه امریکايي ډالره دی او چینايي شرکت هم کولای شي، له یادې حوزې څخه تر ۲۵ کلونو نفت استخراج کړي.

یو نړیوال ښوونیز بنسټ د افغان نجونو لپاره لنډمهاله انلاین پروګرامونه پیلوي

وروسته له هغې چې اسلامي امارت د نجونو پر زده‌کړو او د مېرمنو پر کار بندیز ولګاوه، یوشمېر بنسټونو په انلاین بڼه د افغان نجونو او ښځو لپاره د ښوونیزو پروګرامونو جوړولو ته مخه کړه. دغه نړیوال ښوونیز بنسټ په انلاین بڼه فعالیت کوي او د نړۍ په کچه نږدې ۲۰۰ پوهنتونونو او علمي موسسو سره همکاري لري.

کرزی پاکستان ته: له ګواښ او زور زیاتي ډډه وکړئ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د ملي امنیت شورا د ناستې او دې ناسته کې د نیول شوې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، د پاکستان اوسنی وضعیت او ناامني د دغه هېواد د حکومت د سیاستونو پایله ده. پخواني ولسمشر همداراز له پاکستان غوښتنه کړې چې له ناامنۍ سره د اغېزمنې مبارزې لپاره دې خپلو وروستیو څو لسیزو پر سیاستونو ژور فکر وکړي او بدل دې یې کړي.

ذبېح‌الله مجاهد پاکستان ته: له بې‌بنسټه او پاروونکو څرګندونو ډډه وکړئ

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پرون سه‌شنبه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، اسلامي امارت د پاکستان په ګډون ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي او پاکستان څخه یې غوښتنه کړې چې له پاروونکو او بې‌بنسټه څرګندونو ډډه وکړي. ذبېح‌الله مجاهد ویلي چې په دې وروستیو کې د پاکستان له لوري د افغانستان په اړه ناسمې څرګندونې د تاسف وړ دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ ملي پروګرام پیل کړی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت تېرو څو ورځو راهیسې کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه د ټول هېواد په کچه له کورنیو محصولاتو د ګټې اخیستنې ملي پروګرام پیل کړی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد له ټولو حکومتي ادارو غواړي چې کورنیو محصولاتو څخه د ملاتړ لپاره کورني تولیدات وکاروي.

شنونکي: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونې پر ا.ا د فشار راوړلو لپاره دي

افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د حضور او فعالیت په اړه وروستۍ ادعاوې د اسلامي امارت او د پاکستان د حکومت ترمنځ پر یوه تقابل د بدلېدو په حال کې دي. د سیاسي چارو شنونکي وايي، د پاکستان حکومت پر اسلامي امارت د فشار راوړلو لپاره پلمې لټوي او افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ د شتون ادعا هم یوه پلمه ده.

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا سه‌شنبه مرغومې دیارلسمه ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي. د افغانستان بانک نن دوشنبه د مرغومې دولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې سبا به د لیلام په توګه ۱۵ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کړي. د افغانستان بانک له دې وړاندې د روانې مرغومې میاشتې په اوومه نېټه د چهارشنبې پر ورځ هم ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي وو.

پاکستان کې د پوليسو له خوا د افغان کډوالو نيول زيات شوي

د پاکستان حکومت دغه هېواد کې افغان کډوالو ته د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر تر ۳۱ نېټې وخت ټاکلی و چې خپل اسناد تمدید کړي، یا له دغه هېواد څخه ووځي. اوس چې د پاکستان حکومت له خوا ټاکل شوې موده پای ته رسېدلې، ورسره دغه هېواد کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نيونه هم زياته شوې ده.

رانا ثنالله: پاکستان حق لري چې افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ پر پټن‌ځایونو برید وکړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنالله له «اکسپرېس ټي وي» سره د یوې مرکې پر مهال ویلي چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ پاکستان حق لري، افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ (پاکستاني طا لبانو) پټن‌ځایونه په نښه کړي. خو اسلامي امارت بیا په وار وار ویلي،
افغانستان کې وسله‌والې ډلې نشتون نه‌لري او چا ته به ګواښ پېښ نه‌شي.

کابل کې د سوند توکو د بیو له لوړوالي د خلکو شکایت

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې دې ورووستیو کې د نفتي توکو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي. دوی له سلام‌وطندار سره خبرو کې د اسلامي امارت له مسوولانو غوښتنه وکړه چې د نفتي توکو د بیو کنټرول برخه جدي اقدامات وکړي. کابل ښار موټر چلوونکي همداراز وايي چې یوازې د یوې ورځې په جریان کې د ډېزل تېل دوه افغانۍ لوړ شوي دي. د دوی په وینا چې د ګازو بیه هم پورته تللې ده.