ناپېژنده وسله‌والو کاپیسا کې یو دیني عالم وژلی

د کاپیسا د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د یاد ولایت د «کوهستان دویمې حصې» ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو دیني عالم وژلی دی. وژل شوی دیني عالم سراج‌الحق نومېږي او د یاد ولایت د «کوهستان دویمې حصې» ولسوالي د کیشکتان کلي اوسېدونکی و. د فایز په وینا، وژل شوی دیني عالم د «مولوي جلال‌الدین شهید» په نوم د یوه ښوونځي ښوونکی هم و.

بامیان کې دوو ښځو ځان‌وژنه کړې

د بامیان محلي مسوولان وايي، دغه ولایت کې دوو ښځو ځان‌وژنه کړې او ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی. د بامیان د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د یاد ولایت سیغان ولسوالي کې یوې ۱۶کلنې نجلۍ او د یکاولنګ نمبر۱ ولسوالي کې یوې ۵۰کلنې مېرمنې ځان‌وژنه کړې ده.  د بامیان د امنیې قومنداني د خبرپاڼې له مخې، تراوسه معلومه نه ده چې دغو دوو ښځو ولې ځان‌وژنه کړې..

کابل ښاریان: د برښنا پرچاوۍ مو ژوند او کاروبار راخراب کړی

د روان کال لومړیو کې ازبکستان څخه د وارداتي برښنا تړون د یوه کال لپاره تمدید شو، خو له شاوخوا یوې اوونۍ وروسته، د ازبکستان وارداتي برښنا پرې شوې ده. د کابل اوسېدونکي د برښنا پرچاوۍ زیاتېدو څخه شکایت لري او وايي، شاوخوا ۳ میاشتې کېږي چې د برښنا کمښت یې ورځنۍ چارې ور ټکنۍ کړي دي.

د کرنې وزارت سرپرست: افغانستان د کرنې برخه کې لاسته‌راوړنې نه‌لري

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري وايي، سربېره پر دې چې افغانستان د طبیعي سرچینو او کرنې له پلوه شتمن هېواد دی، خو دې برخه کې د پام وړ لاسته‌راوړنې نه‌لري.

نوموړي دغه څرګندونې نن یکشنبه د سلواغې دویمه کابل کې د «کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي مالي محصولاتو» پرانېست‌غونډه کې کړې دي.

د خوست نادرشاه‌کوټ کې نهه کاله مخکې جوړ شوی روغتون نه دی فعال شوی

د خوست د نادرشاه‌کوټ ولسوالي اوسېدونکي دغه ولسوالي کې د روغتیايي خدمتونو له نه‌شتون څخه شکایت کوي.

د یادې ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وایي، سره له دې چې دغې ولسوالي کې ۹ کاله وړاندې د ۳۰ بستریز روغتون لپاره ودانۍ جوړه شوې، خو تراوسه یې فعالیت نه دی پیل کړی.

بدخشان کې ټرافیکي پېښه؛ شپږ کسان مړه او درې ټپیان شوي

بدخشان کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د یوه موټر د چپه‌کېدو له کبله شپږ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د سرچینې په وینا، پېښه پرون جمعه د مرغومې ۳۰مه د بدخشان مایمي ولسوالي کې رامنځته شوې ده. دغه موټر له فیض‌اباد ښار څخه د مایمي ولسوالي پر لور روان و.

یونسکو سږ کال د «ښوونې او روزنې» نړیواله ورځ افغان نجونو ته ځانګړې کوي

د ملګرو ملتونو د یونسکو برخې سږ کال د «ښوونې او روزنې» نړیواله ورځ چې د جنوري ۲۴مه ورځ ده، هغو افغان نجونو او ښځو ته ځانګړې کوي چې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.
یونسکو نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له اسلامي امارت څخه غوښتي چې ژرترژره د افغان نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیزونه لرې کړي.

یونیم کال کې ۹۰۰ افغان سېکان او هندوان له افغانستانه وتلي

هېواد کې د هندوانو او سېکانو د عبادت‌‌ځایونو مسوولان، د سېکانو او هندوانو وضعیت څخه اندېښنه ښيي. دوی وايي، د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې څه باندې ۹۰۰ افغان هندوان او سېکان افغانستان څخه وتلي او اوس یې ډېر کم‌شمېر هېواد کې پاتې دي.

کابل کې زرګران: کاروبار مو ۸۵سلنه کم شوی

کابل کې یوشمېر زرګران د زرګرۍ بازار له سوړوالي شکایت کوي او وايي، د پلور کچه یې تر ۸۰سلنې کمه شوې ده.
کابل کې د سرو زرو پلورونکی محمدنبي سلام‌وطندار ته وايي، د بې‌وزلۍ، وزګارتیا او لوږې له امله یې بازار کمرنګه شوی. د نوموړي په وینا، خلک د سرو زرو د پلور پرځای خپل سره زر دوی ته د پلور لپاره راوړي. محمدنبي زیاتوي، د هېواد بازارونو کې د سرو زرو بیې لوړېدل هم لامل شوي چې خلک د پخوا په پرتله هغومره سره زر وا‌نه‌خلي.