
د زابل د یوشمېر ولسوالیو اوسېدونکي: مرکز ته غځېدلې لارې دې ورغول شي
د زابل د یوشمېر لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د یاد ولایت مرکز ته د خپلو ولسوالیو د غځېدلو لویو لارو د خرابوالي له امله شکایت کوي.
د زابل په سوېل کې پرتې شمولزۍ، شینکۍ، نوبهار او اټغر ولسوالیو اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي چې مرکز قلات ته غځېدلې لارې یې خرابي دي او په وینا یې، له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.














