د م.م فعالیت ځنډېدو په اړه اندېښنې؛ عامې روغتیا وزارت: نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو

له تېرو نږدې دوو اوونیو راهیسې افغانستان کې د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو کار مخنیوي له امله د ا.ا او ملګروملتونو ترمنځ اختلافات لامل شوي چې هېواد کې د یاد سازمان د فعالیتونو ځنډېدو په اړه اندېښنې ډېرې شي. دا داسې مهال دی چې د عامې روغتیا وزارت یوازې ۳ سلنه روغتیايي خدمات هېوادوالو ته وړاندې کوي.

د پروان اوسېدونکي: په خپل‌سري توګه د درملو کارونه د پښتورګي ناروغۍ د زیاتېدو لامل شوې

له کلونو راهیسې د افغانانو ترمنځ په خپل‌سري توګه د درملو خوړل او کارونه پر یوه دود بدله شوې چې ډېری خلک پرته له دې چې درمل وپېژني، له بېلابېلو ډولونو یې استفاده کوي. په خپل‌سري توګه د درملو کارونه ډېر خطرونه لري او کله ناکله هغه ناروغ چې درملنه یې شونې وي، له ستونزو سره مخ کوي.

روزګان کې یو درې کلن ماشوم د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی

د روزګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو درې کلن ماشوم د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی او د ژغورنې هڅې یې روانې دي.

د روزګان د امنیې قومنداني د امنیت امر مولوي امین وايي چې دغه ماشوم د اوبو ژورې ۱۰۰ مټره څاه ته لوېدلی دی.

بدخشان کې یوه ۲۵کلن ځوان ځان‌وژنه کړې

د بدخشان محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت د مرکز فیض‌اباد ښار اړوند سیمه کې یوه ۲۵کلن ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وايي، د فیض‌اباد اړوند نوي ښار سیمه کې نن یکشنبه د وري ۲۷مه د احمدخالد په نوم کس د کورنیو ستونزو له کبله ځان زړولی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی. د نوموړي په وینا، دغه کس د پرزو د پلور هټۍ لرله او یوه اوونۍ وړاندې له خپلې مېرمنې جدا شوی و.

د سمرقند غونډې ګډې خبرپاڼې ته غبرګون؛ ا.ا: اوسنی حکومت ټول‌ګډونه دی

ا.ا د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډې خبرپاڼې ته په غبرګون کې ویلي، اوسنی حکومت ټول‌ګډونه دی او ولسي ملاتړ له ځان سره لري.

د ازبکستان په کوربه‌توب د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له ناستې وروسته په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار شوی دی.

پکتیکا کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله اووه کسان وژل شوي

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په پایله کې اووه کسان وژل شوي دي.

د پکتیکا د والي ویاند ثناالله معصوم سلام‌وطندارته ویلي چې پېښه پرون جمعه د وري ۲۵مه د یاد ولایت د خیرکوټ ولسوالي د «پاینده‌خېلو» کلي کې رامنځته شوې ده.

د ملي پراختیا شرکت: ادارې او سکتورونه له موږ ۱۸،۴میلیارډ افغانۍ پوروړي دي

د ملي پراختیا شرکت مسوولانو نن شنبه د وري ۲۶مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال رسنیو ته وویل چې دغه شرکت به روان ۱۴۰۲ کال کې د هېواد په کچه ۸۲ پروژې پلې کړي.

په دغه خبري ناسته کې د ملي پراختیا شرکت چارواکو د تېر یوه کال لاسته‌راوړنې او د راتلونکي کال پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.

فاریاب کې یوه کس خپل ورور وژلی

فاریاب ولایت کې یوې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ولایت کې یوه کس خپل ورور وژلی دی. پېښه پرون جمعه د وري ۲۵مه د یاد ولایت د پشتون‌کوټ ولسوالي «ګلیم‌باف» کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، د سیدعبدالله په نوک کس چې څو ورځې وړاندې لادرکه شوی و، جسد یې د پشتون‌کوټ ولسوالي «چهارتوت» کلي کې د یوه پلچک لاندې پیدا شوی دی.

د سمرقند ناستې ګډه خبرپاڼه؛ افغانستان کې دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ شي

د چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه خبرپاڼه کې چې نن (د وري ۲۵مه، جمعه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر وېب‌سایټ خپره شوې، له اسلامي امارت څخه غوښتل شوي چې د ټولو قومي ډلو، ښځو او ماشومانو د حقونو په ګډون، د افغانانو بنسټیزو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

دولتي ادارو کې د متقاعدینو او معلولانو ګومارنه له غبرګونونو سره مخ شوې

د ا.ا حکومت په تازه‌ګۍ سره پرېکړه کړې هغه معلولان او متقاعدین چې د کار کولو وړتیا ولري، په حکومتي ادارو  کې به یې پر دندو وګوماري.

خو دغه پرېکړه د معلولانو او متقاعدینو له دوه‌ګوني غبرګون سره مخ شوې ده. یو‌شمېر متقاعدین له دې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ وايي چې ډېری متقاعدین د کار کولو وړتیا لري او په خپلو دندو کې مسلکي دي.

د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ متقي ازبکستان ته ورسېد

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن پنج‌شنبه د وري ۲۴مه د ازبکستان په کوربه‌توب د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی. د اسلامي امارت حکومت له دې وړاندې په وار وار ویلي و چې د دوی له ګډون پرته به د افغانستان په تړاو کېدونکې غونډې بې‌پایلې وي.

د ښځو کار مخنیوي ته غبرګونونه؛ ا.ا: ټول اړخونه باید دې پرېکړې ته درناوی ولري

د ملګروملتونو دفترونو کې د ښځو کار مخنیوي په غبرګون کې دغه سازمان تازه په یوې ویناپاڼه کې ویلي، ا.ا دوی اړ باسي چې یا افغانستان کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي، یا د دغه سازمان د قوانینو او اصولو څخه سرغړونه وکړي. د ملګروملتونو ویناپاڼه کې دغه دوه ټاکنې وحشت‌ناکه بلل شوي او ا.ا یې د پایلو مسوول یاد کړی دی.

د سیمې هېوادونو ته د توماس وېسټ تازه سفرونه؛ شنونکي: بې‌پایلې دي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست قطر، عربي متحده اماراتو او ترکیې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي. له دې سره، اسلامي امارت ته نږدې سیاسي فعال محمدبشار بیا وايي، امریکا اسلامي امارت سره د مثبت تعامل لپاره اراده نه‌لري.

کابل کې په ارزانه بیه د توکو د پلور «ځانګړی بازار» پرانېستل شو

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ ټولنې نن چهارشنبه د وري ۲۳مه د کابل تیمورشاهي سیمه کې په ارزانه بیه د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د پلور لپاره د «ارزان بازار» په نوم بازار پرانېست چې لس ورځې به دوام وکړي.

د یادې ټولنې رییس نثاراحمد بهبودي سلام‌وطندار ته وویل چې دغه بازار یې د اختر شپو او ورځو کې په ارزانه بیه د توکو پېر لپاره خلکو ته جوړ کړی دی.