
پاکستان کې تاوتریخجن اعتراضونه؛ افغان کډوال: منفي اغېز یې راباندې کړی
د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري د مخکیني لومړي وزیر عمرانخان تر نیولو وروسته د نوموړي پلویانو پراخو اعتراضونو ته مخه کړې چې له کبله یې دغه هېواد له یوه کړکېچن وضعیت سره مخ شوی دی. د دوی په وینا، که پاکستان کې پوځي حکومت اعلان شي، د دې امکان شته چې پولیس کډوال ونیسي او بندیان یې کړي.














