بلخ کې د ښځو ځانګړی بازار؛ ښځینه هټۍ‌والې: خرڅلاو نه‌لرو

د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د «خدیجه‌الکبرا» په نوم د ښځو دویم ځانګړي مارکېټ کې هټۍ‌والې وايي چې کاروبار یې پیکه او پېرودونکي نه‌لري.

دغه مارکېټ چې ټولې هټۍ‌والې یې ښځې دي، د مزارشریف ښار څخه په واټن کې جوړ شوی دی. هټۍ‌والې شکایت کوي چې له ښار څخه د دغه بازار د لرې‌والې له امله خرڅلاو نه‌لري او نه هم څوک د پېر لپاره ورځي.

کاپیسا کې ټرافیکي پېښه؛ شپږ کسان مړه او نهه ټپیان شوي

د کاپیسا امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي. د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز سلام‌وطندار ته ویلي چې د اله‌سای ولسوالي د چای‌خېل کلي په اشپي‌دره کې یو مازدا ډوله موټر له سړک یوې کندې ته لوېدلی چې له کبله یې شپږ کسان مړه شوي او نهه ټپیان دي.

بدخشان کې د خلکو په مالي ملاتړ د یوه سړک د رغولو چارې پیل شوې

د بدخشان دراغستان ولسوالي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت دغه ولسوالي کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د رغولو چارې پیل کړي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د اطلاعاتو امر حکمت‌الله محمدي سلام‌وطندار ته ویلي، دغه سړک چې د یادې ولسوالي «بېکادر» سیمې څخه «بازار زیرکي» ته غځېدلی او ۱۵ کیلومټره اوږدوالی لري، د سیمو د خلکو په شخصي لګښت جوړېږي.

جوزجان کې د روږدو کسانو د ټولولو کمپاین پیل شو

د جوزجان د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو کې یې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د ټولولو کمپاین پیل کړی دی.

د جوزجان د امنیې قومنداني د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمدیونس اخند‌زاده وايي، دغه روږدي کسان یې د درملنې لپاره ولایتي روغتون او یاد ولایت کې د روږدو کسانو د درملنې خصوصي کمپونو ته ورپېژندلي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې خپلې مرستې کمې کړي

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې په یوه ګډ راپور کې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۲۲ هېوادونو په ۱۸ سیمو کې د لوږې زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. بل‌خوا د اقتصاد وزارت هم تاییدوي چې دامهال هېواد کې د لوږې کچه د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده.

د افغان‌ټوور دولتي شرکت: اوونۍ کې له ۴۰ تر ۷۰بهرني سیلانیان له افغانستانه لیدنه کوي

د افغان‌ټوور دولتي شرکت رییس محمد نبي بهار سلام‌وطندار ته وايي چې د تېرو نږدې دوو کلونو په ترڅ کې څه باندې ۴۰۰۰ بهرنیو سیلانیانو د افغانستان له طبیعي منظرو او تاریخي ځایونو څخه لیدنه کړې ده. همدا ډول لرغون‌پوه او فرهنګ‌پال غلام‌ حیدر کشککي وايي، د ویجاړو شویو تاریخي ځایونو رغول د سیلانیانو را جلبولو په برخه کې مهم رول لري.

پنجشېر کې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د کتاب ورځې په مناسبت د سړک غاړې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ کړی دی.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس  نصرالله ملک‌زاده نن سه‌شنبه د غبرګولي نهمه سلام‌وطندار ته ویلي چې د مطالعې فرهنګ باید د یوې اړتیا په توګه دود شي، څو خلک د کتاب لوستلو او مطالعې ته مخه کړي.

لوګر کې ماین چاودنې یو کس وژلی

د لوګر امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې د یوې چاودنې له کبله یو کس وژل شوی دی.

د لوګر د امنیې قومنداني چارواکو سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون دوشنبه د غبرګولي اتمه د دغه ولایت د محمداغې ولسوالي «دهنو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پښتو ژبې نړیواله ورځ؛ «پښتو دې د نصاب، علم، ټکنالوژۍ او رسمیاتو ژبه شي»

پښتو ژبه چې مخینه یې زرګونو کلونو ته رسېږي، اوس د نړۍ د ۵۰ لومړنیو ژبو په نوملړ کې ځای لري او نږدې ۸۰ میلیونه وګړي پرې خبرې کوي. که څه هم مخکې به دا ورځ د حکومت او ځینو نورو علمي او کلتوري ټولنو له لوري په شاندارو مراسمو نمانځل کېده، خو سږ کال د ټولو هېره شوې وه او په اړه یې هېڅ ډول غونډه، سیمینار یا هم خبري غونډه نه وو جوړ شوي.

تاجکستان له افغانستان سره پولې ته نږدې دوه امنیتي پوستې جوړې کړي

افغانستان کې امنیتي ګواښونو څخه د اندېښنو په دوام د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان پرون یکشنبه د غبرګولي اتمه افغانستان سره پولې ته نږدې د ختلان ولایت «توس» سیمه کې دوه امنیتي پوستې جوړې کړي دي. د ټولییز امنیت تړون غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو هم افغانستان کې له ترهګریزو فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړې ده.