Asset 1SWN

د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې خپلې مرستې کمې کړي

wfp-aid-afghanistan

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې په یوه ګډ راپور کې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۲۲ هېوادونو په ۱۸ سیمو کې د لوږې زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په راپور کې ویل شوي چې افغانستان، نایجریا، سومالیا، سوېلي سودان او یمن هغه هېوادونه دي چې له سختې لوږې سره مخ دي او اړتیا ده چې یادو هېوادونو سره اړینې بېړنۍ بشري مرستې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال افغانستان د خوړو نړیوال پروګرام مسوولان وايي چې د بودیجې کمښت له امله یې د وروستیو اوونیو پر مهال دغه هېواد اړمنو کسانو باندې د خپلو مرستو کچه کمه کړې ده.

افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني سلام‌وطندار ته وویل: «د خوړو نړیوال پروګرام د ژغورنې عملیات اوس د بودیجې کمښت له امله ستونزو سره مخ دي، د همدې لپاره تېرو اوونیو کې د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو چې کورنیو سره خپلو مرستو کې کموالی راولي او اړمنو اته میلیونه وګړو سره مرستې کمې کړي. دغه سازمان افغانستان کې اړمنو سره د مرستو لپاره راتلونکو شپږو میاشتو کې ۹۱۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.»

بل‌خوا د اقتصاد وزارت هم تاییدوي چې دامهال هېواد کې د لوږې کچه د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده. د یاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وویل: «مالي او بانکي سېسټمونو باندې بندیزونه، د افغانستان د شتمنیو کنګل، د اقتصادي زېربناوو نشتون او اقلیمي بدلون لامل شوی چې هېواد کې د لوږې کچه لوړه شي.»

دا په داسې مهال دی چې افغانستان د اقلیمي بدلون، وچکالۍ، د ملخانو برید او طبیعي پېښې سره مخ دی چې په پایله کې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې شاخوا ۲۰زره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

په ورته مهال یو‌شمېر کروندګر وايي چې له سېلابونو سربېره پر کرنیزو فصلونو د ملخانو برید د دوی کروندې له‌منځه وړي او په وینا یې، دا چاره به هېواد کې د فقر د لوړېدو لامل شي.

د سمنګان د حضرت‌ سلطان ولسوالي کروندګر عبدالخالق سلام‌وطندار ته وویل: «زموږ سیمه کې ملخانو د خلکو ټول فصلونه له‌منځه وړي، له حکومت د مرستې غوښتنه کوو، هېڅ نه دي پاتې او ټول حاصلات مو ملخانو وخوړل.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د اړوند بنسټونو له لوري د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، تېر کال هېواد کې طبیعي پېښو بېلابېلو برخو کې څه باندې دوه میلیارډ ډالر زیانونه اړولي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام