Asset 1SWN

پنجشېر کې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو

WhatsApp Image 2023-05-30 at 09.21.06

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د کتاب ورځې په مناسبت د سړک تر غاړې د کتابونو نندارتون جوړ کړی دی.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس  نصرالله ملک‌زاده نن سه‌شنبه د غبرګولي نهمه سلام‌وطندار ته ویلي چې د مطالعې فرهنګ باید د یوې اړتیا په توګه دود شي، څو خلک د کتاب لوستلو او مطالعې ته مخه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه دوه ورځني نندارتون کې یې د بېلابېلو برخو شاوخوا ۲۰۰۰ ټوکه کتابونه نندارې وړاندې کړې دي. هغه د یاد نندارتون موخه د کتاب نړیوالو ورځې څخه نمانځنه یاده کړه.

په همدې حال کې د پنجشېر ولایت مرستیال شاه‌ ملنګ روح‌الله له دغه نندارتون څخه د لیدنې پرمهال وویل چې دغه راز نندارتونونه د کتاب لوستلو فرهنګ دودولو برخه کې اغېزمن وبلل او د هر راز ملاتړ ډاډ یې ورکړ. هغه زیاته کړه چې دغه ډول نندارتونونه دې د یاد ولایت ولسوالیو ته هم وغځول شي.

بل‌خوا د یاد نندارتون یو‌شمېر ګډونوال هم خوښي څرګندوي او وايي چې دغه ډول نندارتونونه د کتاب لوستلو او مطالعې فرهنګ دودولو برخه کې ګټور تمامېدای شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کتابونو دغه نندارتون داسې مهال پنجشېر کې جوړېږي چې په دې وروستیو کې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ کمه رنګه شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام