Asset 1SWN

د بدخشان پوهنتون کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

۲۰۲۳۰۵۲۷_۰۹۰۸۳۲

د بدخشان پوهنتون د فرهنګي کمېټې مسوول صلا‌ح‌الدین قاري‌زاده وايي چې نن شنبه د غبرګولي شپږمه دغه پوهنتون کې یې مطالعې ته د زده‌کړیالانو د هڅونې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ کړی.

نوموړی زیاتوي چې په یاد نندارتون کې یې له بېلابېلو فرهنګي، ادبي، سیاسي، ټولنیزو او نورو برخو څه باندې دوه زره ټوکه کتابونه نندارې وړاندې کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «دغه نندارتون کې څه باندې دوه زره ټوکه کتابونه نندارې کېښودل شوي دي. ادبي، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او د نورو برخو کتابونه دي. دا لومړی ځل دی چې دې کمېټې دغه راز اقدام کړی او راتلونکې کې هم د لیکوالو ترمنځ د سیالیو د جوړولو پلان لرو.»

یو‌شمېر کتاب پلورونکي چې دغه نندارتون کې یې کتابونه نندارې وړاندې کړي، د یاد نندارتون له جوړېدو خوښي څرګندوي او هغه د کتاب‌پلورونکو په ګټه بولي.

کاشف چې دغه نندارتون کې کتابونه نندارې ته ایښيي، وايي چې دغه راز نندارتونه د دوی پر کاروبار مستقیمه اغېز لري.

هغه وویل: «له ۲۰ تر ۳۰سلنه تخفیف ورکو، څو خلک راشي او خپل د اړتیا وړ کتابونه وپېري او دا د زده‌کړیالانو لپاره هم ښه دی او زموږ لپاره هم ښه دی، ځکه دا کار فرهنګي دی هم د زده‌کړیالانو مینه ورسره زیاتېږي او هم د حکومتي بنسټونو له لوري یې زموږ ملاتړ کېږي.»

د یاد نندارتون جوړونکی او د پوهنتون استاد نوالعلا داوودپور وايي، د کتاب مطالعه د ټولنې د ټولو قشرونو لپاره غوره ده او د کتاب لوستلو فرهنګ دودولو په موخه دغه نندارتونه ډېر اړین او مهم رول لري.

هغه وویل: «دغه نندارتون چې نن پوهنتون کې جوړ شو، له یوې خوا پر زده‌کړیالانو ښه اغېز لري او له بل لوري زده‌کړیال هڅوي چې کتاب لوستلو ته موخه کړي او د مطالعې فرهنګ د پوهنتون د ملا تیر دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په تېرو دوو کلونو کې د کتابونو دویم نندارتون دی چې د دغه ولایت په دولتي پوهنتون کې جوړېږي او ګڼ‌شمېر زده‌کړیالان یې د نندارې لپاره ورځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام