Asset 1SWN

هرات کې د ښځینه لاسي توکو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

7e509ddf-19df-4dd0-80f1-f33bd9241240

هرات کې د افغان ښځو د ملاتړ موسسې د ښځینه صنعت‌کارانو د هڅونې په موخه د «نمای هریوا» په نوم  نندارتون جوړ کړی دی.

د افغان ښځو د ملاتړ موسسې مسوولانو وویل، د دغه نندارتون په لسو غرفو کې یې ورېښمینې او په لاس اوبدل شوې غالۍ، دوديزې جامې، ګاڼې، قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې، تابلوګانې او د ښځو له‌خوا جوړ شوي خوراکي توکي نندارې ته اېښي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغان ښځو د ملاتړ سازمان رییسې سوسن کاظمي سلام‌وطندار ته وویل: «ډېری توکي چې تاسو دلته وینئ، د ښځو لاسي صنایع دي چې له نېکه مرغه بهر مو هم صادر کړي دي او همداراز له بهر څخه ډېر فرمایشونه راغلي او موږ په دې بریالي شوي یو چې ډېر بهرني پېرودونکي جذب کړو.»

په ورته وخت کې د هېواد په لوېدیځه حوزه کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مسوولانو کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه د دا ډول نندارتونونو جوړول ګټور بولي.

د دې خونې رییسه ادیبه وزیر وايي، دامهال د هېواد د لوېدیځې حوزې ښځې غوره لاسي صنایع تولیدوي. هغې وویل: «نندارتون د متشبثو ښځو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کوي او لامل کېږي چې ښځې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي او له دې لارې پېرودونکي پیدا کړي.»

بل‌خوا یاد نندارتون کې يوشمېر ښځې هم د دغه شان نندارتونونو له جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي، په دې وروستيو کې د ښځو د لاسي صنايعو توليد او پلور ښه شوى دى.

ماریا چې دې نندارتون کې یې ګډون کړی، سلام‌وطندار ته وویل: «بېلابېل توکي او اثار مې نندارې ايښي، څو له موږ  ملاتړ وشي او له هېواده بهر هم له موږ ملاتړ وشي، څو وویني چې د هرات مېرمنې هم استعداد لري او کولای شي چې بېلابېل اثار جوړ کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې هرات کې د ښځینه صنعت‌کارانو د ملاتړ او هڅونې په موخه جوړ شوی نندارتون به د درېوو ورځو لپاره د خلکو پر مخ پرانیستی وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام