Asset 1SWN

د افغان‌ټوور دولتي شرکت: اوونۍ کې له ۴۰ تر ۷۰بهرني سیلانیان له افغانستانه لیدنه کوي

DSC_9918

د افغان‌ټوور دولتي شرکت رییس محمد نبي بهار سلام‌وطندار ته وايي چې د تېرو نږدې دوو کلونو په ترڅ کې څه باندې ۴۰۰۰ بهرنیو سیلانیانو د افغانستان له طبیعي منظرو او تاریخي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې هره اوونۍ په ځانګړې توګه د وروستیو اوونیو پر مهال په منځنۍ کچه ۴۰ څخه تر ۷۰ پورې بهرني سیلانیان د افغانستان لرغونو او تاریخي ځایونو څخه لیدنه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «په اوونۍ کې له ۴۰ تر ۷۰ بهرني سیلانیان له بېلابېلو هېوادونو راځي او د افغانستان له ولایتونو لیدنه کوي. دوی د افغانستان له طبیعي منظرو او تاریخي اباداتو لیدنه کوي. د سلانیانو لپاره د ویزو تمدید اسانتیاوې رامنځته کوو او د امنیت لپاره مکتوب ورکوو او نورستان کې ورته هوايي زانګو هم جوړو.»

سره له دې چې لرغون‌پوهان او فرهنګ‌پالان وايي، افغانستان د لیدو وړ ډېر ځایونه لري چې بهرني سیلانیان راجلب کړي، خو تېرو نږدې دوو کلونو کې تاریخي ځایونونو څخه د سیلانیانو د لیدو کچه کمه بولي.

د پوهنتون استاد او فرهنګ‌پال تاج‌الدین تاشقین وویل، که هغه تاریخي ځایونه چې دامهال د نړېدو خطر سره مخ دي، ورغول شي، افغانستان به له فرهنګي او اقتصادي اړخه پرمختګ وکړي.

نوموړي وویل: «تاریخي او فرهنګي ځایونه زیات دي او هغه ډول چې پکار ده حکومت دې برخه کې اړین اقدامات نه دي کړي. ۷۰-۸۰ سیلانیان هېڅ حساب کې نه راځي، کله چې د سیلانیانو د جذب خبره کوو، نو باید لږ تر لږه له څلور تر پنځه میلیونه بهرني سیلانیان افغانستان څخه لیدنه وکړي.»

همدا ډول لرغون‌پوه او فرهنګ‌پال غلام‌ حیدر کیشکي وايي، د ویجاړو شویو تاریخي ځایونو رغول د سیلانیانو را جلبولو په برخه کې مهم رول لري.

هغه وویل: «هغه تاریخي ابادات چې د طبیعي پېښو او جګړو له امله ویجاړ شوي باید بېرته ورغول شي او ساتنه ترې وشي. بهرني سیلانیان زیات شوي‎، د بېلګې په توګه غزني چې د اسلامي تمدن فرهنګي مرکز دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د افغان‌ټور دولتي شرکت مسوولانو تېره ورځ دوو برتانوي سیلانیانو سره لیدنه کې غوښتنه کړې چې افغانستان کې د امنیت په تامینېدو سره بهرني سیلانیان کولی شي د هېواد له طبیعي منظرو او تاریخي ځایونو لیدنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام