د کابل-کندهار لویې لارې د خرابوالي له امله د موټرچلوونکو او مسافرو شکایت

د کابل-کندهار لویې لارې یو‌شمېر مسافر او موترچلوونکي د دغې لویې لارې د خرابوالي له امله شکایت کوي او له حکومت غوښتنه کوي چې یاده لویه لاره دې بېرته ورغوي. د کابل-کندهار لویې ‌لارې یوشمېر مسافر او موټرچلوونکي وايي، پر یاده لاره د تګ‌راتګ او د ناروغانو لېږد پرمهال تل له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

روزګان کې یوه کس ځان‌وژنه کړې

د روزګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند د خاص روزګان ولسوالي کې یوه کس ځان‌وژنه کړې ده.

د روزګان د والي ویاند احسان‌الله حماس سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون جمعه د غبرګولي ۱۲مه رامنځته شوې ده. نوموړي په دې اړه نور جزیات ورنه‌کړل.

میدان‌وردګ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو کس وژل شوی

د میدان‌وردګ امنیتي چارواکي وایي چې پرون جمعه د غبرګولي ۱۲مه د دغه ولایت په نرخ ولسوالي کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو کس وژل شوی دی.

د میدان‌وردګ د امنیه قومنداني له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه د نرخ ولسوالي د «چینو» په کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پرسر د شخړې له امله رامنځته شوې ده.

هېواد کې د نویو زېږېدلو «انومالي» ماشومانو شمېر زیات شوی

کابل کې د فرانسې طبي انسټیټیوټ او د «ماشوم روغتیا» روغتون کې یو‌شمېر ډاکټران وايي چې هېواد کې د انومالي ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

د کابل د ماشوم روغتیا روغتون کې د عمومي جراحي متخصص محمدحنیف تسل وايي چې په منځنۍ کچه هره ورځ دغه روغتون کې یو ماشوم له «مقعد» پرته پیدا کېږي چې دوی یې جراحي عملیات کوي.

پکتیا کې مالداران: له پاکستانه د واردېدونکو څارویو مخه دې ونیول شي

پکتیا کې یوشمېر مالداران اندېښنه ښيي چې پاکستان څخه واردېدونکي څاروي پر ناروغیو اخته دي او له امله یې د دوی روغ څاروي پر ناروغیو د اخته‌کېدو له ګواښ سره مخ کړي دي. مالداران سرحدي سیمو کې په غیرقانوني توګه د واردېدونکو څارویو د مخنیوي غوښتنه کوي.

میدان‌وردګ کې ټرافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او اته ټپیان شوي

د میدان‌وردګ امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله دوه کسان مړه شوي او اته نور ټپیان دي.

 د میدان‌وردګ د امنیې قومنداني چارواکي وایي، پېښه پرون پنج‌شنبه د غبرګولي یوولسمه د دغه ولایت دویمه حصه بهسود ولسوالي اړوند د «کوتل‌اب» سیمه کې د مارسیډیز موټر چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې ده.

 هرات کې د «عالي دي، افغاني دي» په نوم نندارتون پرانېستل شو

 هرات کې د کاپیسا شرکت له لوري د «عالي دي، افغاني دي» په نوم د کرنیزو تولیداتو او لاسي توکو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو.

دغه نندارتون چې نن پنج‌شنبه د غبرګولي یوولسمه هرات ښار کې جوړ شوی، په ۱۳۲ غرفو کې بېلابېلې دویزې جامې، ګاڼې، د انځورګرۍ تابلوګانې، زینتي لوښي د خوړو مسالې او تازه مېوې نندارې ته کېښودل شوي دي.

پر ا.ا د امریکايي سناتورانو د بندیزونو غوښتنه؛ بلال کریمي: فشار پایلې نه‌لري

فاکس‌نیوز ټلوېزیوني شبکې په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې یو‌شمېر امریکايي سناټوران غواړي چې پر ا.ا د نورو بندیزونو لګولو لپاره د دغه هېواد کانګرېس ته یوه نوې لایحه وړاندې کړي.

دغه لایحه چې ټاکل شوې کانګرېس ته د تصویب لپاره وړاندې شي، په‌کې د امریکا له حکومت غوښتنه شوې چې د ا.ا غړیو سره هر راز معامله او ویزې پرې بندې شي.

ایران کې یو ۱۵کلن افغان کډوال په مرموز ډول وژل شوی

د تخار ینګي‌قلعه کې یوې کورنۍ سلام‌وطندار ته د تصویرونو په استولو سره ویلي، ۱۵کلن زوی یې له تېر یوه کال راهیسې د ایران فارس ولایت کې اوسېده چې په مرموز ډول وژل شوی دی.

دغه هلک رامین نومېده او د کورنۍ په وینا یې، د روانې غبرګولي میاشتې په اوومه د ایران د فارس ولایت مرودشت سیمه کې د ناپېژنده کسانو له لوري وژل شوی دی.

د تنباکو نه کارولو نړیواله ورځ؛ روغتیا وزارت: ۲۰سلنه افغانان نسوار کاروي

نن د مې ۳۱مه د تنباکو نه کارولو نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ د عامې روغتیا وزارت له لوري نن چهارشنبه د غبرګولي لسمه کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو په دې غونډې کې وویل چې ۲۷سلنه افغانان په منظم ډول له تنباکو څخه استفاده کوي چې له ډلې یې ۲.۶ سلنه ښځې دي.