
د ا.ا مشر کندهار کې د اوبو د ۵۰ ژورو څاګانو د کیندنې امر کړی
د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې د اوبو ۵۰ ژورې څاګانې کیندل کېږي او ترڅنګ به یې د اوبو رسولو شبکې هم جوړې شي.

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې د اوبو ۵۰ ژورې څاګانې کیندل کېږي او ترڅنګ به یې د اوبو رسولو شبکې هم جوړې شي.

د تورخم او سالنګ لويو لارو له تړل کېدو وروسته، د کابل ښار بازارونو کې د ځینو خوراکي او سوند توکو بیې لوړې شوي دي.

پاکستان کې د ناقانونه کډوالو پر وړاندې د دغه هېواد د نوې تګلارې له اعلان سره هممهاله له تېرې ورځې راهیسې په کراچۍ ښار کې ۵۰ افغان کډوال نیول شوي دي.

د زابل د ټرافیک مدیریت له لوري دغه ولایت کې یو «کیلي» یا ښي لاسو موټرو ته د موقت جوازسیر او نمبرپلېټ د وېش لړۍ پیل شوه.
د زابل د ټرافیک پولیسو مدیر عصمتالله عبید وايي چې دغه ولایت کې یې د یوکیلي یا ښي لاسو موټرو د ثبت بهیر پر مهال ۶۵۰۰ موټر ثبت کړي وو چې په وینا یې، اوس ورته درې کلن اسناد ورکوي.

سلاموطندار کابل کې د پاکستان سفارت د درېوو میاشتو عوایدو څخه د اټکلیزې محاسبې پر بنسټ موندلې چې یاد سفارت دې موده کې د ویزو غوښتنلیکونو د ردېدو له درکه نیم میلیون ډالر عاید ترلاسه کړي دي.

د غزني ولایتي روغتون کې یوشمېر ناروغلرونکي د انتظارخونو او نورو اسانتیاوو د نشتون له امله شکایت کوي.

د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مسولان وايي، د زدهکړیالانو د کموالي او بد اقتصادي وضعیت له امله ۵۰ سلنه خصوصي پوهنتونونه سختو شرایطو سره مخ دي او د تړلکېدو په درشل کې دي.

د ټولګټو چارو وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ لویه لاره یې نن یکشنبه د وږي ۱۹مه د هر ډول موټرو د تګراتګ پرمخ وتړله.
د یاد وزارت ویاند محمداشرف حقشناس سلاموطندار ته ویلي چې یاده لویه لاره به د بیارغونې چارو تر بشپړېدو تړلې وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له لوري د «تورخم دروازې» تړلکېدل او پر افغان ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف کړنه ده.

د افغانستان د ستنډرډ ملي ادارې ویاند عاشقالله وزیري سلاموطندار ته وايي چې د تېر یوه کال پر مهال یې څه باندې ۳۰۰۰ ټانکره بېکیفیته نفتي توکي بېلابېلو هېوادونو ته بېرته لېږلې دي.

که څه هم دې وروستیو کې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی، خو د سیمې یوشمېر هېوادونه لاهم افغانستان کې د ترهګرۍ شتون څخه اندېښنه ښيي.

د بدخشان د یاوان ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي وايي چې لاهم دغه ولسوالي کې د ځمکې ښوویېدنې پېښې رامنځته کېږي او خلک د خپلو مېنو پرېښودو په حال کې دي.

د پکتیا مرکز ګردېز ښار او د دغه ولایت د زرمت ولسوالي ترمنځ د غځیدلي سړک د رغونې چارې نن شنبه د وږي ۱۸مه پیل شوې.
دغه سړک چې شل کیلومټره اوږدوالی لري، د رغونې چارو ټول لګښت یې د ټولګټو چارو وزارت له لورې ورکول کېږي.

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې بامیانو کې یې د ۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ګڼشمېر تاریخي او عتیقه اثار کشف او ضبط کړي دي.
دغه وزارت نن شنبه د وږي ۱۸مه پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د یادو تاریخي اثارو د قاچاق په تور یې درې قاچاقوړونکي هم نیولي دي.

د فارياب مرکز میمنې ښار يوشمېر کروندګر د مرستندويه ادارو له لوري د کرنیزو مرستو له ناعادلانه وېش د شکايت ترڅنګ وايي، دغه مرستې مستحقو کروندګرو ته نهرسېږي.

سلاموطندار د هېواد په څلور ولایتونو کې له ۲۳ سوداګرو مېرمنو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې د یادو سوداګرو مېرمنو له ډلې څخه یې د ۱۷ مېرمنو سوداګري له رکود سره مخ شوې او یا هم رکود سره مخ ده.