
ميدانوردګ کې يو کس لېوانو داړلی او وژلی یې دی
د ميدانوردګ امنیې قومنداني چارواکي وايي چې دغه ولایت کې لېوانو یو کس داړلی او وژلی یې دی.
پېښه تېره ورځ «پنجشنبه، کب درېیمه» د دغه ولایت د جلرېز ولسوالي په «سیاه خاک» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ميدانوردګ امنیې قومنداني چارواکي وايي چې دغه ولایت کې لېوانو یو کس داړلی او وژلی یې دی.
پېښه تېره ورځ «پنجشنبه، کب درېیمه» د دغه ولایت د جلرېز ولسوالي په «سیاه خاک» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خوست کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، اوسنی حکومت باید د خپلې حکومتولۍ چارې داسې سمبال کړي چې له مخې یې، د ولس ملاتړ ترلاسه کړي.
سراجالدین حقاني دغه څرګندونې پنجشنبه کب درېیمه خوست کې د مرکزي دارالایتام څخه له دیني زدهکړو څځه د یوشمېر زدهکوونکو د فراغتغونډې ته کړې دي.

د هلمند امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالي کې یې د یو لړ کشفي عملیاتو پر مهال یې وسلې او مهمات نیولي دي.
د هلمند امنیې قومندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني وايي چې د عملیاتو پر مهال یې، د کرشک فاتح چوک ته څېرمه سیمه کې یې په یوه کور کې درې میله کلاشینکوف، یو میل توپانچه، ۱۳۱۵ بېلابېلې مرمۍ او یوشمېر نور مهمات نیول شوي دي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د ځوانانو علمي کچې لوړېدو په موخه یې ۱۶ علمي سیالي جوړې کړي دي.

د غزني محلي مسوولان وايي چې نن «پنجشنبه، کب درېیمه» دغه ولایت کې پر دوو کسانو د قصاص حکم جاري کړی دی.
دغه دوه کسان چې د غزني د اندړو ولسوالي او د میدانوردګ د لونهيي سیمې اوسېدونکي وو، دو کاله وړاندې د وژنې «قتل» په تور نیول شوي وو.
د چارواکو په وینا، د قصاص حکم د سرپرست حکومت د یوشمېر چارواکو او د غزني د سلګونه اوسېدونکو په شتون کې جاري شوی دی.

د افغانستان په اړه تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه څلور غونډې پلان شوي چې له هغې ډلې د بشکیک او دوحې غونډې شوي، خو په پام کې ده چې د ملګروملتونو د امنیت شورا او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غونډې د همدې میاشتې پر ۲۶ او ۲۷ نیټه جوړه شي.

د روزګان روغتیايي مسوولان وايي، د مرستندویه موسسو په همکارۍ یې د دغه ولایت لرېپرتو سیمو کې تازه یوشمېر روغتیايي مرکزونه جوړ کړي چې ورسره د مور او ماشوم د مړینې کچه د پام وړ راکمه شوې.
د مسوولانو په وینا، د مور او ماشوم د مړینې کچې صفر کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د خوست د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د ياد ولايت په ملکي روغتون کې يې د افغانستان «توبرکلوز ملي پروګرام» د کنترول ریاست له لوري د «مقاوم توبرکلوز» ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړې څانګه پرانیستله.

نن د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې له نړیوالې ورځې سره برابرا ده. د اظلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کابل کې د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې افغانستان کې د ژبو ودو ته ژمن دی.

ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر «سهشنبه، کب لومړۍ» کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره لیدلي دي.
دغه خبرپاڼه کې د جاپان د سفير په خبره ويل شوي چې جاپان غواړي له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو د دوام ترڅنګ، د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو په جوړښت او نږدېوالي کې مهم رول ولوبوي.

د کندوز د قلعهذال ولسوالي اوسېدونکي وايي چې له څو کلونو راهیسې دغه ولسوالي کې د روغتیايي خدمتونو د پراخېدو غوښتنه کوي، خو په وینا یې، تراوسه ورته پام نهدی شوی.
د دوی په وینا، د قلعهذال ولسوالي روغتون لس بستره لري چې د یاد روغتون مراجعهکوونکو ته بسنه نهکوي.

د غربي نورستان اړوند نورګرام ولسوالي تتین درې په نکره کلي کې د تېرې دوشنبې شپې د غر ښوویېدنې له امله تراوسه ۲۳جسدونه له خاورو او ډبرو رااېستل شوي دي.
د ځايي چارواکو په وینا، لاهم څلور جسدونه تر تیږو لاندې دي.

د میدانوردګ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ په سیداباد ولسوالي کې د یوې پروژې چارې پيل شوي دي.

د افغان ترک ادارې مرستیال میدانوردګ ته د یوه سفر پرمهال یوې غونډې ته ویلي چې ټول هېواد کې یې ۵زره زدهکوونکو ته په ښوونځيو کې د لیکلوست زمینه برابره کړې.

د هلمند د لښکرګاه ښاروالي مسوولان وايي چې روان ۱۴۰۲ کال کې یې د څه باندې ۱۰۰میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کړې دي.
د دوی په وینا، د یادو پروژو په پليکېدو سره د ښار په ښکلا او بڼه کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

د کندهار د ښکته شاولي کوټ ولسوالي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت دغه ولسوالي کې د اوبو د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پیل کړې.
د یادې ولسوالي یوه اوسېدونکي عبدالسلام، سلاموطندار ته وايي چې دغه چکډېم د شاولي کوټ د لوړسوزني په تنګي کلي کې د اوبو زېرمه کولو لپاره جوړېږي.