د ننګرهار اکسېجن د ګټې لپاره نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي
د ننګرهار ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د اکسیجن بیه له حده ډېره لوړه شوې او د اکسیجن د تولید کارخونې تولید کړی اکسیجن، د ډېرې ګټې لپاره نورو ولایتونو ته لېږدوي.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د اکسیجن بیه له حده ډېره لوړه شوې او د اکسیجن د تولید کارخونې تولید کړی اکسیجن، د ډېرې ګټې لپاره نورو ولایتونو ته لېږدوي.
درې ورځې وړاندې د برښنا شرکت ویلیوو چې د پروان ولایت په سالنګ ولسوالي کې د برښنا د دوو وېجاړو شویو ستنو د بیا جوړولو لپاره د پلازمېنې کابل او یوشمېر نورو ولایتونو برښنا د ۷۲ساعتونو لپاره پرې کوي. خو نن شنبه د درېو ورځو له تېرېدو وروسته د افغانستان د برښنا شرکت نه دی بریالی شوی چې د کابل او نورو ولایتونو برښنا بېرته ونښلوي. برښنا شرکت بیا وایي، هڅه کوي د نن ورځې تر پایه د کابل برښنا بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.
د کابل ښار واټونه او کوڅې تل د جنايي پېښو او وژنو شاهدې وې، خو په دې وروستیو ورځو کې جنايي پيښې زیاتې شوي چې دغې چارې ښاریان اندېښمن کړي دي. که څه هم د قتل، وسله والو غلاوو، د ناقانونه وسلو لېږد او سړي تښتونو ته ورته جرمي پېښو کې ډېری وخت ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې، خو په وروستیو کې د جنايي جرمنو په کړنلارې کې د بدلون په رامنځ ته کېدو سره ښاریان په ډلهییزه توګه قرباني ورکوي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، نن د ۳۰۳ پامیر پخواني قومندان داوود داوود د وژل کېدو د لسم تلین په مراسمو کې د خبرو پرمهال د هېواد په اوسنیو شرایطو اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل، په داسې حال کې چې د سولې خبرې ښې پایلې ته نه دي رسېدلي، له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل به پر امنیتي وضعیت ناوړه اغیزې وکړي.
نن د هرات ولایت د ګمرکونو ریاست مخې ته د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه، د زعفرانکارانو ټولنې، سوداګرو مېرمنو او د مدني ټولنو یوشمېر غړو په یوې خبري ناسته کې د هېواد په ګمرکونو په ځانګړې توګه د هرات په ګمرک کې د پراخ فساد له امله، خپل اعتراض څرګند کړ.
د سولې لپاره دوامداره او پیاوړې هڅې او د ۲۰۲۰میلادي کال د جینوا د ناستې پایلې د افغانستان د سولې په برخه کې مثبت ګامونه بلل کېږي. خو له دې سره سره که چېرې د سولې بهیر بریالیتوب ته هم ورسېږي، افغانستان اقتصادي ثبات ته د رسېدو لپاره اوږده لار پر وړاندې لري. د فساد پر وړاندې مبارزه، د سمون او اصلاحاتو راوستو سربېره د ټولنې او دولت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د دولت د مهمو بنسټونو ظرفیت لوړول او تلپاتې سوله په افغانستان کې ډېره اړینه ګڼل کېږي.
په هېواد کې د مخابراتي شبکو له قانون سره سم په ۱۳۹۴کال کې حکومت د مخابراتي شبکو پر پېرېدونکو ۱۰سلنه محصول ولګاوه. که څه هم له هغه وخت څخه تراوسه شپږ کاله تېریږي، خو لاهم په دې اړه ننګونه او پوښتنه دا ده چې دا پیسې چیرته ځي او څوک د موبایل کرېډټ کارټونو ۱۰سلنه مالیه راټوله وي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال اجمل شاهپور نن په افغانستان کې له کار څخه د ماشومانو د راګرځولو پروژې د پروګرام په پرانیستغونډه کې وایي، د کورنیو د پوهاوي د کچې ټيټوالی او ماشومانو ته په کمه سترګه کتل، د دې لامل شوي چې دوی تر ډېره زیان وویني.
د ولسي جرګې یوشمېر غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د مالیې وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د ګمرکونو په فساد کې د ښکېلو وکیلانو نومونه په ډاګه کړي.
د دغه وزارت سرپرست خالد پاینده تېره اوونۍ د دې جرګې یوې غونډې ته وویل چې په ګمرکونو کې د ورځې شاوخوا ۸ میلیونه ډالره غلا کېږي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې د ۱۴۰۰کال په لومړيو درېو میاشتو کې یې د اداري فساد ۱۳۵۳ قضيې ثبت او رسېدنه کړې چې له ډله یې ۱۲۷۶ قضيې عادي او پاتې ۷۷ قضي بیا د اداري فساد اړوند د درنو جرمونو قضیې دي.
په پکتيا او خوست ولایتونو کې ډاکټرانو او د روغتيا برخې کارکوونکو د عامې روغتیا وزارت له لوري له تېرو څلورو مياشتو د دوی د معاشونو د نه ورکولو په غبرګون کې کاربندیز کړی او په دغه ولایتونو کې یې د عامې روغتیا ریاست دروازې د اعتراض په توګه تړلي دي.
د پلټنې ملي ادارې رییسې غزال حارث پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې په دغه اداره کې له دوو کلونو خدمت کولو وروسته له خپلې دندې استعفا کوي. مېرمن حارث ویلي چې په دې موده کې یې دوه ځلې ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړې وه، خو د نوموړي له لوري نه ده منظور شوې.
د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمدعلي حضرت وايي، د ننګرهار د محبس مدیر د قتل په جرم پر ٢٥ کاله بند محکوم شوى بندي خوشې کړى او ورسره يوځاى تښتېدلى دى.
له اداري فساد سره د مبارزې کميسيون مسوولان وايي، په هند کې د « ای اس بي ام» تحصيلي بنسټ تر ۳زره ډېرو افغانانو ته د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا جعلي ډيپلومونه ورکړي دي.
د ياد کميسيون رييس عبدالقيوم نظامي د ۱۴۰۰مالي کال د څلورو لومړيو مياشتو د راپور وړاندې کولو په نوم خبري ناسته کې وويل چې د نوموړي کار له پيله تر اوسه پورې شاوخوا ۴۷ مورده شکايتونه څېړل شوي چې له ډلې يې ۱۶ مورده لويې څارنوالۍ ته استول شوي دي.
د پکتيا د ولايتي شورا، د مدني ټولنو استازي او کرکټ لوبغاړي وايي، په ګردېز ښار کې د کرکټ لپاره په جوړ شوي لوبغالي کې فساد شوی دی. دوی وايي، د ياد لوبغالي چارې څلور کاله وړاندې پيل شوې؛ خو په ډېر خراب کيفيت تر سره او نيمګړې پاتې دي.
دوی په يوه خبري ناسته کې د کرکټ بورډ په ادارې غږ وکړ چې په دې ولايت د نيمه جوړ شوي لوبغالي په اړه پلټنې او څېړنې وکړي.
د ولسمشردویم مرستیال سرور دانش نن ذبېحالله کلیم د لویې څارنوالي د سرپرست په توګه د دې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژنده.
دانش د لویې څارنوالي د سرپرست پېژندلو په غونډه کې د فساد پر وړاندی مبارزې ټينګار وکړ او په وینا یې، داسې ډېر قوانین شته چې د پلي کېدو او څرنګوالي په اړه یې باید ارزونې وشي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون