لغمان کې مېرمنې «رادیو او ټلوېزیون» د پوهاوي کچې لوړولو ښه وسیله بولي

لغمان کې مېرمنو ته د رسمي زده‌کړو چاپېریال تر ډېره محدود دی، خو راډیو او ټلوېزیون بیا دغه ولایت کې د خلکو عامه پوهاوي برخه کې د پام وړ وسیلې بلل کېږي. دغه رسنۍ نه یوازې مېرمنو ته دا امکان ورکوي چې دیني، روغتیايي، روزنیزې او حقوقي معلومات تر لاسه کړي، بلکې کورنۍ او ټولنه کې د دوی د ونډې پر لیدلوري هم اغېز لرلی شي.

هراتۍ نجونې د «تذهیب هنر» کې د هیلو څرک لټوي

په داسې حال کې چې پر افغانو نجونو د ژوند محدودیتونه سیوری غوړولی، په هرات کې یوشمېر نجونې د تذهیب هنر ته مخه کړې ده. دوی د رنګ او قلم په ژبه خبرې کوي او د دې هنر تر سیوري لاندې د خپلې راتلونګې لپاره د هیلو او ارامۍ لټون کوي.

د دغو نجونو په وینا، هنر ورته د تیارو او ورځ تر بلې د زیاتېدونکو محدودیتونو پر وړاندې یو امن پناه ځای ګرځېدلی، چېرې چې د خلاقیت او ښکلا له لارې خپلې هیلې ژوندۍ ساتي.

پروان کې د کمپیوټر او انټرنټ له زده‌کړو ۷۰ کسان فارغ شول

د پروان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري نن سه‌شنبه (د وږي ۱۱مه) د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، ۷۰ کسان د کمپیوټر او انټرنټ له برخو فارغ شول.

د پروان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس عتیق‌الله فیضاني وویل چې ټکنالوژي او کمپیوټر د معاصرې نړۍ له مهمو اړتیاوو څخه دي او زده‌کړه یې د ټولنې د پرمختګ او پراختیا لپاره مهم رول لري.

هنر سره ژوند؛ هغه کس چې د خطاطۍ له‌لارې خپل ژوند ته خوښۍ راوړي

په یوه کوچنۍ خونه کې چې دیوالونه یې د خطاطۍ په ښکلو تابلوګانو سمبال شوي، ناست دی.

نی یې په لاس کې دی او په ډېر دقت او زحمت سره هغه اثر جوړوي چې ټاکل شوې په څو ورځو کې هرات کې په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.

تاج محمد ايلسیور، اته کاله وړاندې خطاطۍ سره د خپلې علاقې له امله دغه هنر ته مخه کړه.

د لوګر چارواکي: د عینکو کان لرغونو سیمو او اثارو ته دې پاملرنه زیاته شي

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریيس مولوي فیض‌الله جوهري د عینکو کان له لرغونو سیمو او اثارو څخه لېدنې پرمهال وویل، د یاد کان ملکي او نظامي مسوولانو سره د لیدنې پرمهال د عینکو کان د استخرج او لرغونو اثارو د راسپړلو برخه کې باید اړونده مسؤولین لرغونو سیمو او اثارو ته پاملرنه وکړي.

یو بل نابغه؛ هرات کې ۹کلن ماشوم هرو دوو میاشتو کې یوه ژبه زده‌کوي

د هرات محلي چارواکي وایي چې نهه کلن محمدامیري چې هېڅ‌کله ښوونځي ته نه‌دی تللی، په خپل استعداد سره توانېدلی چې په خپلواکه توګه اته ژبې زده‌کړي.

د هرات د والي ویاند، محمدیوسف سعیدي، نن (زمري ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ماشوم په دري، پښتو، انګلیسي، جرمني، عربي، فرانسوي، ترکي او اردو ژبو خبرې کوي.

له خبریالۍ د ډېوو تر تولید؛ د یوې خبریالې د کار د بدلون کیسه

د یوې وړې کارخونې د مېز ترڅنګ ناسته ده؛ چېرې چې د هغې په لاس د جوړې شوې ډېوې نرمې لمبې د پارافین او رنګ خوږ بوی خپروي. سارا محمدي؛ هغه نجلۍ چې پخوا به یې په یوه تصویري رسنۍ کې د میز تر شا خلکو ته خبرونه وړاندې کول، اوس یې د زینتي شمعو جوړولو ته مخه کړې؛ هغه بدلون چې د ژوند د سختیو له امله رامنځته شوی.

شاعري د احساساتو، فکرونو او فرهنګ په ژبه د ټولنې رښتینی انځور بیانوي

ډېری وخت د ننګرهار په جلال‌اباد ښار او شاوخوا ولسوالیو کې فرهنګي مشاعرې جوړېږي چې په‌کې ډېری ځوان شاعران او لیکوالان ګډون کوي.

دا پروګرامونه د ځوانو شاعرانو لپاره یو فرصت بلل کېږي، څو خپل ذوق او استعداد وځلوي او ترڅنګ يې، هغه خبرې د شعر په بڼه تر نورو ورسوي چې پر ساده الفاظو يې بيانول ورته ستونزمن وي.

پوهنې وزارت: تېرکال د خلکو په غوښتنه څلور زره مدرسې جوړې شوي

د پوهنې وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو په غوښتنه څلور زره مدرسې جوړې شوې دي.

د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه وايي چې د تېرکال پرمهال څه باندې یو میلیون او ۲۰۰زره زده‌کوونکي هي دولتي او خصوصي ښوونځیو ته جذب شوي دي.

هرات کې د «کوفي لیک» د اثارو لومړنی نندارتون جوړ شوی

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت د خطاطانو انجمن په همکارۍ، د «قلم ځلا» تر سرلیک لاندې د «کوفي خط» لومړنۍ نندارتون نن (دوشنبه، زمري ۱۳مه) پرانېستل شوی دی.

د نندارتون جوړوونکی، سیدشمس‌الدین نوري‌زاد وايي، په دې نندارتون کې ۴۵ هنري اثار د «کوفي خط» په بېلابېلو سبکونو، په ځانګړي ډول د لومړي هجري قرن دودیز سبکونو، نندارې ته کېښودل شوي دي.

له هنر سره ژوند؛ هغه نجلۍ چې د انځورګرۍ له لارې خپلې اړتیاوې تامینوي

د یوه شنه او له رنګارنګ ګلونو ډک د یوه ښکلي انګړ په کونج کې کوچنۍ خونه!
دغه خونه چې دیوالونه یې په ښکلو تابلوګانو سمبال دي، د انځورګرۍ وسایل په کې په منظم ډول یوې خوا ته اېښودل شوي؛ چېرې چې یوه نجلۍ په‌کې خپل ژوند له هنر سره تېروي.
کله چې هوا تیاره وي او شپه ورو ورو ارامه شي، انځورګرۍ پیلوي او ساعتونه د تابلوګانو مخې ته ولاړه وي.

د هلمند څپاند سیند مشاعره ترسره شوه

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د هلمند سیند مستو څپو ته څېرمه ورزشي لوبغالي کې د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
دغه مشاعره کې چې تېره شپه تر ناوخته یې دوام وکړ، د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په کې شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګ‌پالو ګډون کړی وو.
د دغې مشاعرې ګډون کوونکي وايي، دا ډول فرهنګي ناستې هېواد کې د یووالي ټینګښت برخه کې مهم رول لري.

پروان کې د یوه تنور جوړونکي د هنر او ژوند کیسه

کله چې لمر په راختو وي، د پروان مرکز چاریکار ښار د یوې خاورینې کوڅې په څنډه کې، غلام‌ نبي په خپلو تڼاکو لاسونو، خاورې او اوبه سره ګډوي او د تنور پر جوړولو لګیا وي، څو د وطني ډو‌ډۍ بوی په کورونو کې ژوندی پاتې شي.

غلام‌ نبي چې ۵۰ کلن ښکاري، دغه سیمه کې د تنور جوړولو هنر یې له خپل پلار ورپاتې او له کلونو راهیسې له همدې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.