
پولیسو هغه ډاکټر نیولی چې پر یوه ۱۰ کلن هلک یې جنسي تېری کړی و
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل پولیسو هغه ډاکټر نیولی چې څو ځله یې پر یوه لس کلن ماشوم چې ناروغ و، جنسي تېری کړی و.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل پولیسو هغه ډاکټر نیولی چې څو ځله یې پر یوه لس کلن ماشوم چې ناروغ و، جنسي تېری کړی و.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکايي ځواکونو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک له لاسلیک وروسته په افغانستان کې خپلې ۱۰ اډې تړلې دي. د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پایلې تر اوسه روښانه نه دي.

په هرات کې د کوزني هریرود د سندیزې فرعي حوزې رییس انجینر حسن فضلي وايي، د سلما بند د دېوال ځینې برخې له ۵۰ تر ۶۰ سانتي مترو پورې ناستې دي.

اسټرالیا د دغه هېواد ۱۳ ځانګړي ځواکونه چې په افغانستان کې د جنګي جنایت او ملکیانو د وژلو له تورنو کسانو سره پرې د همکارۍ شک دی، له دندو ګوښه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه غندلې او د تاوتریخوالي کموالي او اوربند غوښتنه یې کړې ده.

که څه هم په بامیان ولایت کې د وروستیو چاودنو درې ورځې تېرېږي، خو لا هم په دغه ښار کې چوپتیا خوره ده او اوسېدونکي یې ترهېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د خورشید ټلوېزیون مخکینی رییس محمدرفېع صدیقي ګازو نیولی او مړ شوی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه خپل تازه راپور خپور کړ.

د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر له چاودنې نه چې د دغه بانک د عامه اړیکو سلاکار او طلوعنیوز پخوانی ویاند له خپلو دوو همکارانو سره پهکې ووژل شو، ۱۹ ورځې تېرېږي، خو لا هم د پېښې قربانیانو او خلکو ته په دې اړه لازم وضاحت نه دی ورکړل شوی.

د روزګان د ولایتي شورا مخکینی رییس امانالله هوتکي وايي، له هغه وروسته چې طالبانو د دغه ولایت دهراود ولسوالي نیولې، خلکو په یاده ولسوالي کې پر ټولو عامه بنسټونو چور ګډ کړی او ټولې یې لوټلې دي.

په نړۍ کې د ترهګریزو پېښو د کچې په اړه د یوه تازه راپور پر بنسټ چې د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ له لوري خپور شوی، افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د ترهګرۍ د قربانیانو په کچه کې له پام وړ کموالي سره سره بیا هم د هغو هېوادونو په سر کې راغلی چې ترهګرۍ ډېره قرباني ترې اخیستې ده.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، مالیې وزارت په قصدي ډول د بېاسنادو موټرو ثبت ځنډوي. نوموړی په دې موضوع کې د لویې څارنوالي له مداخلې او د قانون منګولو ته د یوشمېر چارواکو د را کاږلو له کبله له دغې ادارې مننه کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، په دوحه کې د سولې بینالافغاني خبرې اترې لا هم په ټپه ولاړې دي.

د ښځو چارو وزارت مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د تېر کال په پرتله په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي جدي قضیې ډېرې شوې دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د پارلماني مجمع په شپږشپېتمه کلنۍ غونډه کې وویل، ناټو په افغانستان کې د امریکا له لوري د ځوکونو کموالي په اړه له اعلان سره سره په دغه هېواد کې خپل حضور ته دوام ورکوي.

په کندهار کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم او غږ يې خپور شي، سلاموطندار ته ویلي چې نن سهار د دغه ولایت پر یوولسمې امنیتي حوزې موټربم برید شوی دی.