نړیوال سازمانونه: هرات کې زرګونه زلزله‌ځپلي وږي او بې‌سرپناه دي

د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ د هرات د زنده‌جان ولسوالي د زلزله‌ځپلو سیمو یوه ویډیو خپرې کړې او په‌کې ویل شوي چې له یادې زلزلې ژوندي پاتې کسان له کوره بهر په عامه ځایونو کې شپې سبا کوي او د ژوند کولو لپاره سرپناه نه لري.

د قوش‌تيپې کانال د دویم فاز د جوړېدو چارې پیل شوې

نن په بلخ کې د قوش‌تیپې کانال د دویم فاز د جوړېدو چارې پیل شوې. د اسلامي امارت مسوولانو نن (د تلې نولسمه، د چهارشنبې ورځ) د دغه کانال د جوړېدو چارو د پیل مراسمو کې وویل چې افغانستان به د دغه فاز په جوړېدو سره کرنیزه برخه کې پر ځان بسیا شي. د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې د دغه کانال په جوړېدو سره به د افغانستان کرنه میکانیزه شي او افغانان به د کرنیزو محصولاتو له اړخه پر ځان بسیا شي.

ستانکزی: ایران او پاکستان پر ا.ا د سیاسي فشار راوستلو په لټه کې دي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی وايي چې ایران او پاکستان پر اسلامي امارت د سیاسي فشار راوستلو لپاره له دغو هېوادونو د افغان کډوال د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه د تلې ۱۹مه بلخ کې د قوش‌تېپې کانال د لومړي فاز د پرانېستلو پر مهال کړې دي.

هرات ښار کې خلک د زلزلې له وېرې د ښار د پرېښودو په هڅه کې دي

هرات کې د پرله‌پسې زلزلو له امله د دغه ښار ګڼ‌شمېر اوسېدونکي له ښار څخه د وتلو په هڅه کې دي.

د راپورونو له مخې نن سهار ۵:۱۲ بجې یو ځل بیا دغه ولایت کې زوروره زلزله شوې چې زیانونه یې هم اړولې دي. د دې ترڅنګ د زلزلو له وېرې نن چهارشنبه د هرات ښار ګڼ‌شمېر اوسېدونکي له دغه ښاره د وتلو په هڅه کې دي.

افغانستان په نړیوال جام کې نن له هند سره لوبېږي

د هند په کوربه‌توب د روان ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د یاد هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه د اکتوبر ۱۱مه د ډیلي په «اروون جېټلي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د اروايي روغتیا نړیواله ورځ؛ نیمايي افغانان پر اروايي ناروغیو اخته دي

د اکټوبر لسمه، د اروايي روغتیا له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د دې ورځې له را رسېدو سره هم‌مهاله په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مسوولان وايي، د اوږدمهاله جګړو له کبله ۸۵ سلنه افغانانو زیان‌اړوونکې پېښې لیدلي یا یې قربانیان دي چې له امله یې اوس د افغانستان نیمايي وګړي پر اروايي ناروغیو اخته دي.

هرات کې زلزله‌ځپلي: ژمی نږدې دی او حکومت دې سرپناه راته جوړه کړي

د هرات زنده‌جان ولسوالي کې د شوې زلزلې له کبله د زیانمنو کورنیو پاتې ژوندي کسان له حکومت د سرپناه د جوړېدو غوښتنه کوي.

دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې شته خېمې ورته بسنه نه‌کوي او په وینا یې، تر خېمو لاندې په سړه هوا کې ژوند ستونزمن دي.

غور کې د هوا په سړېدو د اوبلن ګازو بیه لوړه شوې

د غور یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې دغه ولایت کې د اوبلن ګازو بیه له ۶۵ افغانۍ څخه ۸۰ افغانیو ته لوړې شوې ده.

دوی له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د یاد ولایت په بازارونو کې دې د اوبلن او سوند توکو بیې کنټرول کړي.

عبدالغني برادر: هرات کې زلزله‌ځپلیو ته پاخه کورونه جوړوو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې د هرات زلزله‌ځپلیو ته به په اساسي او معیاري توګه د هستوګنې کورونه جوړ کړي.

عبدالغني برادر چې هرات کې له زلزله‌ځپلیو سیمو څخه لیدنې لپاره دغه ولایت ته تللی، یوې غونډې ته وویل چې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۵۰۰ کورونه نړېدلې چې سرپرست حکومت به یې په اساسي توګه بېرته ورغوي.

په دیارلس ولایتونو کې د هرات زلزله‌ځپلیو سره د مرستې را ټولولو کمپاین پیل شوی

په هرات کې د شنبې ورځې خونړۍ زلزلې او له کبله یې اوښتې مرګ‌ژوبلې او زیانونو د هېواد په دننه او بهر کې افغانان اړ کړل چې له زلزله‌ځپلیو سره د مرستې را ټولولو کمپاین پیل کړي.
د کابل ښار د پروان هوټل سیمه کې د مرستې را ټولولو مسوول فهیم او د کابل ښار په نجارانو کلا کې د د مرستې را ټولولو مسووله نفیسه وايي، د هرات له زلزله‌ځپلیو سره د مرستې په موخه یې د پلازمېنې کابل په بېلابېلو برخو کې له لسو ډېر کمپاینونه پیل کړي او په وینا یې، را ټولې شوې مرستې به هرات ته ولېږدوي.