
خلیلزاد: د اوسني وضعیت ځواب یوې سیاسي هوکړې ته رسېدل دي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغانستان د اوسني وضعیت ځواب یوې سیاسي هوکړې ته رسېدنه او د تاوتریخوالي کمول دي. خلیلزاد تېره شپه ناوخته پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، امريکا د همدې موخې لپاره پر طالبانو او افغان دولت پرلهپسې فشارونه راوړي ترڅو تاوتریخوالی کم او د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.














