هېواد کې سخته جګړه او پر سیاسي حل‌لارې د هبت‌الله اخندزاده ټینګار

د طالب ډلې مشر هبت‌الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت پیغام کې ویلي چې ډله یې په افغانستان کې د روانې جګړې سیاسي حل غواړي او له هر هغه فرصت نه په ګټه واخلي چې هېواد کې د اسلامي ‌نظام او د سولې او امنیت راتلو لامل کېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبان د خبرواترو له لارې د مسلې حل ته ژمن دي، خو په خبره یې، مقابل لوري یې وخت تېروي.

روغتیا وزارت: د اختر ورځو کې تګ‌راتګ مه کوئ

د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر له را رسېدو سره سم له خلکو غواړي چې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره دې د اختر په ورځو کې یو د بل کورونو ته تګ‌راتګ نه کوي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که څه هم په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو کچه، پر دغه ویروس د اخته کېدونکو کسانو او له کبله یې د مړینې کچه کمه شوې، خو د خلکو بې‌غوري به بیا وضعیت خراب کړي.

عمران خان د افغان سفیر د لور تښتوونکو د نیولو لپاره ۴۸ ساعته وخت ټاکلی

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی، څو په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور تښتوونکي ونیسي. ناپېژنده کسانو د تېرې جمعې په ورځ په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور سلسله علي‌خېل په اسلام‌اباد کې له یوه سوداګریز مرکز څخه وتښتوله او له شکنجې وروسته یې بېرته راخوشې کړه.

والي: کابل کې ناستې ځینې کړۍ غواړي کندهار سقوط کړي

په کندهار کې له تېرې څه باندې یوې اوونۍ سختې جګړې او د ګڼو ولسوالیو له سقوط وروسته نن د کندهار والي روح‌الله خانزاده په دغه ولایت کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، له تېرو  ۱۸ کالو راهیسې دغه ولایت کې امنیتي ادارې په قومونو پوري تړلي وې او لاهم تړلي دي.

د سولې بین الافغاني ناسته؛ اوربند او د راتلونکي نظام پر څرنګوالي خبرې کېږي

د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې چې له څو میاشتو راهیسې ځنډېدلې وې، نن یوځل بیا د افغانستان د حکومت پلاوي او وسله‌والو طالبانو ترمنځ دغه خبرې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له سره پيل شوې.

لوږه او وچکالي د جوزجان د اوسېدونکو ژوند ګواښي

د جوزجان د ولایتي شورا غړي وایي چې د دغه ولایت په مرکز او اړوند ولسوالیو کې د وچکالۍ او جګړې د پراخېدو له امله د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی.  د جوزجان د ولایتي شورا غړی حفیظ‌لله ندرت وایي، په روان کال کې وچکالي د دغه ولایت اوسېدونکي په جدي توګه ګواښي.

مالیې وزارت په «لګښتونو کې د سپما» غوښتنه کړې

هغه مکتوب چې سلام‌وطندار ترلاسه کړی، ښکاري چې د روان مالي کال ملي بودجه له کسر سره مخ ده او احتمال شته چې دغه کسر زیات شي. دغه مکتوب چې د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه د مالیې وزارت د سرپرست محمد‌خالد پاینده له لوري لاسلیک او د خزاینو عمومي ریاست او ټولو بودجوي ادارو ته لېږدول شوي، پکې راغلي چې ټول بودجوي واحدونه دې د دولت عادي او پراختیايي لګښتونو کې « سپما» وکړي.

کندهار کې د رویټرز خبریال او انځور اخیستونکی دانش صدیقي وژل شوی

هندوستان ټایمز ورځپاڼې تایید کړې چې د رویټرز خبري اژانس خبریال او انځور اخیستونکی دانش صدیقي د کندهار اړوند په سپین بولدک ولسوالي کې د جګړې پرمهال وژل شوي دي. د رویټرز خبري اژانس هم د دانش صدیقي د وژنې خبر تایید کړی دی. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې هم د نوموړي وژنه تایید کړې ده.

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په قلعه‌نو کې جګړې ۳کسان وژلي او ۷۳ ټپیان دي

د بادغیس د عامې روغتیا رییس عبدالطیف روستایي سلام‌وطندار ته وایي چې په تېره یوه اوونۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د جګړو له امله د دغه ولایت په مرکز کې ۳ملکي وګړي وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان دي. روستایي وایي چې درې واړه وژل شوي نارینه دي او په ټپیانو کې بیا ۹مېرمنې، ۷ماشومان هم شامل دي.

طالبانو د بادغیس له محلي اداره سره تر نامعلومې نېټې اوربند کړی

د بادغیس والي حسام‌الدین شمس سلام‌وطندار ته وایي چې د دغه ولایت د سپین ږیرو او مخورو په منځګړیتوب یې له طالبانو سره تر ناملعومې نیټې پورې اوربند کړی دی. نوموړی وایي چې  ۱۰ مخورو او قومي مشرانو د دغه اوربند په منځګړیتوب کې برخه درلوده.

د جګړو له امله ۱۳میلیونه افغانان له عامه خدمتونو بې برخې دي

د اداري سمون او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس نادر نادري نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د خدمتونو د وړاندې د څرنګوالي په اړه اندېښنې سره وایي چې د دغې ډلې له لوري د ولسوالیو نیولو سره، په دغو سیمو کې د ملکي خدمتونو چارې په ټپه درېدلي دي.