طالبانو د ماشومانو جلب و جذب ته ملا تړلې

سره له دې چې تر دې مخکې هم په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، د دې ډلې له لوري د ماشومانو د جلب و جذب په اړه راپورونه خپاره شوي، خو اوس د یادو سیمو یوشمېر اوسېدونکي له سلام‌وطندار سره په خبرو کې دا موضوع تاییدوي او وايي، هغه ډېری وسله‌وال چې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل کېږي، په زوره د طالبانو لیکو ته جذب شوي دي.

طالبانو پکتیا کې د سلام مخابراتي شبکې ۱۱سایټونه ویجاړ  او لوټ کړي

په سوېل ختيځ زون پکتيا ولایت کې د افغان ټلې کام مسوولان وايي، د وسلوالو طالبانو له لوري په نيول شويو ولسواليو کې د سلام مخابراتي شبکې ۱۱سايټونه، وېجاړ شوي او تخنيکي وسايل يې لوټ کړي دي. دوی وايي ۷ نور سايټونه هم د طالبانو له لوري بند شوي چې دا مهال ورته د فعاليت اجازه نه ورکول کېږي.

د اوبو رسولو ریاست: هرات کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه ۳متره ټيټه شوې

په هرات کې د لوېدیځ زون د اوبو رسولو ریاست مسوولان په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې د اوبو د کچې له کمساري ټیټوالي خبرداری ورکوي او وايي چې د دوی د معلوماتو او سنجش له مخې، په دغه ولایت کې د اوبو کچه تر ۳ مترو ټيټه شوې ده.

ښوونځي او پوهنتونونه د امنیتي ځواکونو او طالبانو پر سنګرونو بدل شوي

سره له دې چې اوس په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله تړل شوي ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانېستل شي، خو په یوشمېر ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه لامل شوې چې ښوونیز مرکزونه تړلي او زده‌کوونکي یې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شي.

یوناما: په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله ۴۷ سلنه لوړه شوې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما نن د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تېرکال د همدې مودې په پرتله د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې کچه ۴۷ سلنه لوړه شوې ده. یوناما په دغه راپور کې پر لږکیو په ځانګړې توګه پر شعیه او هزاره لږکیو د بریدونو له ډېروالي څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.

امریکا: د طالبانو پر وړاندې هوایي بریدونو ته دوام ورکوو

د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام قومندان جنرال فرانک کنټ مک کنزي وایي، د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ به د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکوي. مکنزي چې کابل ته راغلی یوې خبري غونډې ته وویل، که طالبان خپل بریدونه جاري وساتي، دوی به هم  د خپل هوایي ملاتړ  کچه لوړه کړي.

د دولتي ادارو د کاري مهال‌وېش د تنظیم نوی لارښود جوړېږي

 په هېواد کې د کورونا ویرووس د مثبتو پېښو د زیاتوالي سره هم‌مهاله، حکومت د دولتي ادارو د کارکوونکو د کاري رژیم د بدلون طرحه وړاندې کړې وه چې له مخې یې، د دولتي ادارو هغه کارکوونکي چې له ۵۵کلونو څخه پورته عمر لري، پر تنفسي او د زړه پر ناروغۍ اخته وي، اړ دي چې له کور څخه کار وکړي.

د امریکا دفاع وزیر: افغان پوځ لومړی باید د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټین وایي، د افغانستان پوځ وړاندې له دې چې له لاسه تللې سیمې بېرته ونیسي، ښه به وي چې په دغه هېواد کې د وسله‌والو طالبانو د پرمختګ مخه ډب کړي. لویډ اسټین ویلي، د افغانستان پوځ د دې وړتیا او توان لري چې له لاسه تللې سیمې بېرته تر خپلې ولکې لاندې کړي.

جوزجان والي: طالبان په زوره خلک له خپلو مېنو اېستلو ته اړ باسي

د هېواد په شمال کې د جګړو پر دوام د جوزجان ولایت محلي چارواکي وایي چې جګړه د دغه ولایت د مرکز تر څنډو رارسېدلې او هره ورځ وسله‌وال طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې خلک اړ باسي چې خپلې مینې پرېږدي او نورو سیمو ته کډه وکړي.

حکومت او طالبان د سولې ټینګښت لپاره ناشوني شرطونه وړاندې کوي

د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له دوام سره هم‌مهاله، طالب ډلې ویلي چې افغانستان کې د سولې د ټینګښت یوازینۍ لار د ولسمشر غني ګوښه کېدل او د یوه نوي حکومت منځ ته راتلل دي. یو‌شمېر شنونکي بیا وایي چې حکومت او طالبان دواړه د سولې ټینګښت او د جګړې پای ته رسولو لپاره ناشونې شرطونه وړاندې کوي.

امریکا افغان کډوالو او د ځانګړو ویزو غوښتونکو سره ۳۰۰میلیونه ډالره مرسته وکړه

 سپینې ماڼې په یوې خپرپاڼه کې ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوو ځانګړو فرمانونو په ترڅ کې په افغانستان کې د افغان کډوالو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې د غوښتونکو د چارو لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي. د سپینې ماڼې د خبرپاڼې له مخې، دغه دوه فرمانونه پرون ورکړل شوي دي.