تورخم کې له میوو بار ولاړ موټر؛ چلوونکي یې پاکستان ته د اوښتو غوښتنه کوي

په تورخم ښارګوټي کې لسګونه لارۍ چې تازه مېوې او ترکاري په کې بار دي، چلوونکي یې شکایت کوي چې پاکستان هغې غاړې د موټرو وراوښتو پروسه ځنډنه پر مخ بیایي چې له همدې امله دوی مجبورېږي، د تورخم له دروازې دې غاړه په ورځو ـ ورځو انتظار وکړي.

پکتیا کې د ۱۲ کرېکټ لوبډلو ترمنځ د سیالیو پای؛ «سادات» لوبډله بریالۍ شوه

د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې دوه اوونۍ وړاندې د ۱۲ کرېکټ لوبډلو ترمنځ سيالۍ پیل او نن د سادات لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو جوړوونکي وايي، دا لوبې د خپلواکۍ جام تر سرليک لاندې جوړې شوې وې او موخه یې د کرېکټ په برخه کې د نويو ځوانانو روزل و.

طالبان د ظاهرشاه د دورې اساسي قانون په لنډ‌مهالي توګه نافذوي

له څه باندې یوې نیمې میاشتې راهیسې کله چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، طالبانو د لومړي ځل لپاره د اساسي قانون په اړه خپل دریځ روښانه کړ او ویلي یې دي چې د اوس لپاره به په لنډمهالي توګه د ظاهر شاه د دورې اساسي قانون نافذوي.

«سلام‌‌وطندار» ته د عبدالمالک ساپي راتګ؛ ځان یې د طالبانو د استخباراتو غړی باله

تېره ورځ یو کس چې ادعا یې کوله د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د ښاري استخباراتو د څانګې کارکوونکی دی، د سلام‌وطندار راډیو دفتر ته ننوځي. نوموړي کس غوښتل په زور او د سلام‌وطندار راډیو د امنیتي برخې له همغږۍ پرته دفتر ته دننه شي. هغه خپل ځان عبدالمالک صافی معرفي کړ او یوه بل ځوان یې هم ملتیا کوله.

شنونکي: د امریکا او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا به اسلام‌اباد منزوي کړي

وروسته له هغې چې د برېټانیې «ډیلي‌مېل» ورځپاڼې د امریکا د ډیپلوماټیکو او استخباراتي ادارو د معلوماتو پربنسټ په یوه راپور کې د پاکستان او امریکا ترمنځ د افغانستان مسلې په اړه له رامنځ ته کېدونکو احتمالي ستونزو په اړه خبر ورکړ، یو‌شمېر افغان شنونکي هم د پاکستان پر وړاندې د امریکا ودرېدل تاییدوي.

د افغانستان په اړه د ترکي ژبې ویونکو هېوادونو ګډه غونډه

د ترکیې اناتولي خبري اژانس خبر ورکړی چې د ترکي ژبې ویونکو هېوادونو د همکارۍ شورا د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه فوق‌العاده غونډه وکړه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په دې غونډه کې ویلي چې افغانستان کې وروستیو بدلونونو پر نړۍ، په تېره د یادې شورا پر غړیو هېوادونو اغېز کړی دی.

د هغو کسانو سندونه دې وکتل شي چې د خبریال په نوم له افغانستانه وتلي

پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو سره سم د بهرنیو وګړو ترڅنګ، د خبریالانو په ګډون له ګواښ سره د مخ کسانو د اېستلو بهیر پیل شو او ورسره هم‌مهاله یوشمېر هېوادونو د خبریالانو د منلو ټټر وواهه. که څه هم اوس د خبریالانو د اېستلو بهیر پای ته رسېدلی، خو داسې راپورونه خپاره شوي چې ښيي یوشمېر کسان د خبریالۍ په جعلۍ سندونو له هېواده وتلي دي.

اردوغان: پر کابل هوایي ډګر له هوکړې وړاندې باید ټول‌‌ګډونه حکومت اعلان شي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هېواد یې تمه لري چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت په اړه له هوکړې وړاندې باید په افغانستان کې د طالبانو له لوري ټول‌ګډونه حکومت اعلان شي. اردوغان ویلي، تر هغه به افغانستان ته خپل ځواکونه ونه لېږدوي چې دغه هېواد کې ټول‌ګډونه حکومت نه وي، جوړ شوی.

لوګر کې وزګارتیا ځوانان هېواد پرېښودو ته اړ کړي

د لوګر مرکز پل‌علم ښار یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د مخکیني حکومت له سقوط وروسته د وزګارتیا کچه د پام وړ زیاته شوې او ډیری لوستي او نالوستي ځوانان له هېواد څخه د تېښتې په حال کې دي او له پراخو اقتصادي ستونزو کړېږي.

غور کې له شپږو میاشتو راهیسې پر خوارځواکۍ ۱۷ اخته کسان مړه شوي

د غور روغتیايي مسوولان وايي، دغو ماشومانو د کورنیو د بې‌وزلۍ او روغتیايي اسانتیاوو نه موجودیت له کبله خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ماشومان هم پر خوارځواکۍ اخته دي.
د دوی په وینا، هره ورځ لسګونه ماشومان د غور ولایتي روغتون ته ور وړل کېږي، خو د ماشومانو درملنې او پیاوړتیا لپاره هېڅ مواد او درملنه نشته.

تر راتلونکو دوو ورځو د «جي‌۲۰» هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه کوي

د روسیې تاس خبري اژانس د یاد هېواد د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال سرګي ورشینین له قوله راپور ورکړی چې تمه ده تر راتلونکو دوو ورځو پورې «جي ۲۰» هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ویلي چې په دغه ناسته کې د ګډون لپاره باید دوی ته بلنلیک راواستول شي.

غور کې د دوو غلو په ګډون څلور کسان وژل شوي

په غور کې د اسلامي امارت مسوولان وایي چې دغه پېښه بېګاه شپه د یاد ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې رامنځ ته شوې ده. غور کې د اسلامي امارت د ملي امنیت مرستیال محمدصادق رصاص وایي، انسان تښتوونکو چې کله هزاره قوم پورې اړوند دوه کسان ووژل، پر طالبانو یې هم ډزې وکړې چې د نښتې په پایله کې دوه انسان تښتونکي ووژل شول او یو‌شمېر یې وتښتېدل.

دلاور: اسلامي امارت ټول‌شموله دی، خو نړۍ فسادشموله حکومت غواړي

یو طالب چارواکي شهاب‌الدین دلاور نن د عامې روغتیا وزارت د سرپرست پېژندلو په غونډه کې وویل چې نړۍ په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت غواړي، خو د نړۍ د خوښې وړ حکومت فسادشمول، غاصب‌شمول او اختطاف شمول دی. هغه ټینګار کوي چې اسلامي امارت ټول‌شموله دی.

ننګرهار کې د چاودنو او هدفي وژنو د زیاتېدو په اړه د خلکو اندېښنې

له تېرو څو ورځو راهیسې په پرله‌پسې توګه د جلال‌اباد ښار په بېلابیلو سیمو کې چاودنې او د ناڅرګندو وسله‌والو له لوري د یوشمېر کسانو وژل کېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.
همدا نن سهار د جلال‌اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند «پښتونستان واټ» ته نږدې په يوه ګلدان کې ځای پرځای شوی ماین هغه مهال چاودلی چې طالبان له سیمې تېرېدل.

عمران خان: نړۍ دې د طالبانو ملاتړ وکړي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ملګرو ملتونو ۷۶یمې کلنۍ ناستې ته په یوه ویډیويي پیغام کې لیکلي، که څه هم نړۍ نه غواړي چې طالبان په رسمیت وپېژني، خو په افغانستان کې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره دې د اسلامي امارت ملاتړ وکړي. عمران خان وايي، په افغانستان کې بشري ناورین را روان دی او دغه وضعیت به د ترهګرو پر ځالې د دغه هېواد د بدلېدو ګواښ نور هم ډېر کړي.

د محمداشرف غني د دولت استازی د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د افغانستان په استازولۍ خبرې کوي

رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو سرمنشي د ویاند سټفان دوجاریک له قوله لیکلي چې د پخواني ولسمشر محمداشرف غني استازی غلام‌محمد اسحاقزی به د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان په استازولۍ خبرې وکړي. رویټرز لیکي چې ملګرو ملتونو پرېکړه کړې چې غلام‌محمد اسحاقزی به د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کوي.