
د پاکستان ۱۸۰۰ ټنه مرسته شوي غنم افغانستان ته راورسېدل
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان ویلي چې د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو یوه جوپه چې ۱۸۰۰ټنه غنم دي، په تورخم کې د اسلامي امارت چارواکو ته سپارل شوې ده.

کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان ویلي چې د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو یوه جوپه چې ۱۸۰۰ټنه غنم دي، په تورخم کې د اسلامي امارت چارواکو ته سپارل شوې ده.

نیمروز ولایت کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلاموطندار ته وايي چې څو ورځې وړاندې پاکستاني پوځیانو غوښتل د یاد ولایت د چهاربرجک ولسوالي په «دک» سیمه کې د ځان لپاره پوستې جوړې کړي چې پرون یې د اسلامي امارت ځواکونو مخه نیولې ده.

د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل سلاموطندار ته وویل، هغه سوداګر چې په افغانستان او پاکستان کې پر سرواګرۍ بوخت دي، په دواړو هېوادونو کې د مالیې په برخه کې له ستونزي سره مخ دي او د سوداګرو د کار د اسانتیا او د بېځایه مالیتو د مخنیوي په موخه یو پلاوی پاکستان ته تللی دی.

د افغانستان د علماوو نهضت نن په کابل کې یوې غونډې ته چې په انلاین ډول د اندونیزیا دیني علماوو سره په ګډه جوړه شوې وه، وویل چې دیني علما د یوه ښه او اسلامي نظام په جوړولو کې اساسي رول لوبوي او غواړي چې په بېلابېلو دولتي پوستونو کې وګمارل شي.

د عامې ورغتیا وزارت مسوولان وایي، د کوېډ۱۹ویروس د نوي بڼې یا اومېکرون د تشخیص لپاره امکانات نه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا ویروس د ډلټا او اومېکرون بڼې د پراختیا ګواښ په اړه خبرداری ورکړی او هغه یې «سونامي» او توپان سره پرتله کړی دی.

د عدالت او توسعې ګوند اجرایي رییس جواد حسیني نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې جعفري مذهب دې په رسمیت وپېژني.

د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل سلاموطندار ته وویل، هغه سوداګر چې هم افغانستان او هم پاکستان کې فعالیت لري، دواړو هېوادونو کې ورڅخه د مالیې اخیستو له ستونزو سره مخ دي. هغه ویلي چې له دواړو هېوادونو څخه سوداګر باید یوه هېواد کې مالیه ورکړي او د دوه ځلې، مالیې ورکولو مخه باید ونیول شي.

د افغانستان مخکیني پرځول شوي ولسمشر محمداشرف غني په یوې مرکه کې ویلي چې د ده د حکومت پرمهال پر نړیوالو او په ځانګړې توګه پر امریکا باور د نوموړي تر ټولو لویه تېروتنه وه.

د افغانستان بانک اعلان کړی چې د هېواد بانکي سیستم به ډېر ژر بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي. دغه بانک نن په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې ډاډ ورکړی چې د هېواد بانکي سکټور به بېرته ښه شي او ډېر ژر به یې فعالیتونه عادي حالت غوره کړي.

د اسلامي امارت مشر هبتالله اخوندزاده په کندهار کې له چارواکو او محلي مسوولانو سره په یوې لویه غونډه کې لیدلي دي. باختر خبري اژانس پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې هبتالله اخوندزاده له چارواکو سره په دغې لیدنه کې د اسلامي امارت پر ځواکونو غږ کړی چې د ټولبښنې فرمان ته دې درناوی وکړي.

د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ د شهيد فضلالرحمان روغتون، چې د پټان، جانيخيلو، لجهمنګل، احمدخېلو او ميرزکې ولسوالیو ناروغان هم ورځي، د اړینو روغتیايي اسانتیاوو نشتون سره مخ دی.

د ناټو په چوکاټ کې د ترکیې پخواني افغان کارکوونکي له هغه هېواد څخه د خپلو معاشونو د ورکړې غوښتنه کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجکستان له ولسمشر امامعلي رحمان سره په لیدنه کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي سیمه کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بللی. پوتین ویلي چې د تاجکستان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره یوشمېر وسلې او مهمات ورکړل شي، څو وکولای شي، افغانستان سره پوله کې د هر ډول ګواښ پر وړاندې مقابله وکړي.

د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکو نن په کابل کې د یوه لاریون پرمهال په هېواد کې روان ناورین د امریکا له لوري د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ وبلله او سملاسي یې د ازادېدو غوښتنه وکړه.

د برښنا شرکت مسوولان وايي، په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو له امله افغانستان ته له دغه هېواد څخه د وارداتي برښنا کچه ۵۰ سلنه راکمه شوې ده.