
هبتالله اخندزاده: هېواد کې د کوکنارو او نورو نشهيي توکو کښت بند دی
د اسلامي امارت مشر هبتالله اخندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د کوکنار او نورو هر ډول نشهيي توکو پر کښت بندیز اعلان کړی دی.
په دغه فرمان کې راغلي چې له دې وروسته په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت په مطلقه توګه منع اعلان شوی او څوک نشي کولای چې د کښت هڅه یې وکړي.













