اسلامي امارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان پر سرحدي سیمو د دغه هېواد د بریدونو په تړاو یې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړی دی. دغه وزارت د افغانستان پر سرحدي سیمو د پاکستاني پوځیانو بریدونه غندلي او د دغو بریدونو پر مخنیوی یې ټینګار کړی.

پاکستان خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر سیمو هوايي بريدونه کړي

د خوست امنیتي چارواکي تاییدوي چې پاکستاني پوځیانو د دغه ولایت په سپېرې ولسوالي کې د وزیرستان کډوالو څلور کلي «مندته، امیر سپر، پڅي ميلې او شکوڼي» بمبار کړي. چارواکي وايي، برید مرګژوبله هم اړولې، خو تراوسه يې کره شمېرې نه دي په ډاګه شوي.

امریکا: د نجونو ښوونځیو نه پرانستل به د ا.ا او نړۍ پر اړیکو اغېز وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت څخه غوښتي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي له کوم ځنډ پرته بېرته پرانیزي. د دغې وزارت ویاند نیډ پرایس په یوې غونډه کې خبریالانو ته ویلي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو تړل پاتې کېدل، په دغه هېواد کې میلیونونه افغانان ناهیلي کړي دي.

د افغان کډوالو د ستونزو په اړه راتلونکې میاشت څلور اړخیزه ناسته جوړېږي

وروسته له هغې چې په ایران کې د افغان کډوالو د زورونې او او زورزیاتي په غبرګون کې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې اعتراضونه وشول، د کډوالو چارو وزارت مسوولان د افغان کډوالو د ستونزو هواري په موخه د څلور اړخیزې ناستې له جوړېدو خبر ورکوي. د یاد وزارت په وینا، د دې غونډې هدف دا دی چې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وشي او حل‌لاره ورته وموندل شي.

ګبریسوس: د اوکراین په پرتله افغانستان او نورو هېوادونو ته پام نه دی شوی

د روغتیا نړیوال سازمان رییس تېدروس ادهانوم ګیبریوس ویلي، سره له دې چې بشري ناورینونه ټول انسانان یو ډول تر اغېز لاندې راولي، خو دغو ناورینونو سره بیا د نړۍ مبارزه توپیر کوي. دی وايي، نړۍ چې څومره پام اوکراین ته کړی، یوه برخه یې افغانستان او نورو اړمنو هېوادونو ته نه‌دی شوی.

د روان کال تر پایه به د افغانستان کورني ناخالص تولیدات ۳۰ سلنه کم شي

نړیوال بانک ویلي چې د روان کال تر پایه به د افغانستان د کورني ناخالصو تولیداتو کچه ښايي تر ۳۰ سلنې راکمه شي. نړیوال بانک د افغانستان وضعیت په اړه په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد د کورني ناخالص تولیداتو کمښت له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا کم‌ساري دي او کورنۍ یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

مجاهد: د مخکينيو نظاميانو د وژنې په اړه د نيويارک ټايمز راپور «مغرضانه» دى

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پخوانیو دولتي سرتېرو د وژلو او تښتولو په اړه د نیویارک ټایمز راپور بې اساسه (مغرضانه) او له حقیقته لرې بللی دی.

مجاهد نن ماښام په خپل ټویټر کې لیکلي چې اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړی او د اسلامي امارت ځواکونه حق نه لري چې له چا څخه غچ ( انتقام ) واخلي.

امریکا: د ا.ا واکمنېدو سره افغانستان کې بشري حقونه په جدي توګه نقض شوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپل کلني رپوټ کې ویلي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، افغانستان د بشري حقونو او دیموکراتیکو لاسته راوړنو څخه لرې شوی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې، افغانستان بشري بحران سره هم مخ شوی دی.