د صرافانو کار بندیز؛ ا.ا د شهزاده سرای دروازه په «زور» پرانستله

په هېواد کې د صرافانو د کاربندیز په لړ کې یوه سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې د اسلامي امارت ځواکونو د کابل شهزاده سرای دروازه په «زور» پرانیستلې ده.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان زیرک سلام‌وطندار ته تایید کړې چې دغه سرای نن سهار د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري په «زور» پرانستل شوی دی.

ناپېژنده وسله‌والو کندهار کې د یوې خصوصي لېسې د مدیر مرستیال وژلی

د کندهار محلي مسوولان وايي چې پرون ناوخته د کندهار ښار د «یوولسمې حوزې» اړوند په «عينو مينې» ښارګوټي کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري د افغان ترک خصوصي لېسې د مدیر مرستیال وژل شوی دی. د کندهار امنيې قومنداني وياند محمداصف حکيمي سلام‌وطندار ته ویلي چې د نوموړي د قاتلانو د نیولو په موخه یې هڅې پیل کړي دي.

هلمند کې د ځمکې لاندې د اوبو د کچې ټیټېدو خلک اندېښمن کړي

هلمند کې د شته روانو اوبو سربېره، د دغه ولایت زرګونه هکتاره ځمکې، د کیندل شویو ژورو څاه‌ګانو پرمټ اوبه کېږي. که څه هم تراوسه د دغو ژورو څاه‌ګانو کره شمېر نه دی معلوم، خو د دغه ولایت کروندګر وايي، اړ دي چې پر هر لس جریبه ځمکه له ۴۵ متره څخه تر ۱۲۰مترو پورې ژورې څاه‌ګانې وباسي، څو خپلې ځمکې پرې خړوبې کړي.

ا.ا د ۱۴۰۱ مالي کال بودیجه تصویب کړه

مالیې وزارت نن شنبه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ۱۴۰۱ مالي کال بودیجه یې د وزیرانو شورا د مصوبې پر بنسټ او د ا.ا د مشرتابه له تایید وروسته، ترتیب او اعلان کړې ده.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د سږ کال ملي بودیجه ۲۳۱ میلیارده افغانۍ ټاکل شوې ده. د یاد وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، له دې بودیجې څخه ۲۰۳ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۲۷.۹ میلیارده افغانۍ یې پراختیايي بودیجه ده چې له کورنیو عوایدو څخه ترتیب شوې ده.

بامیان او دایکندي کې جنايي پېښې؛ د دوو نجونو په ګډون درې کسانو ژوند بایللی

د بامیان ولایت محلي مسوولان وايي، پرون د شکیلا په نوم یوې پېغلې د دغه ولایت د ورس ولسوالي د «خاک بابه» په کلي کې د خپل کور په اشپز‌خانه کې ځان ځندۍ کړی دی. په ورته مهال د دایکندي محلي رسنیو راپور ورکړی چې دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت د سنګ‌تخت او بندر ولسوالي د «دهن غارک» کلي کې یوه ۲۰کلنه نجلۍ وژل شوې ده.

د ا.ا له‌خوا پر ښځو د حجاب جبري کېدو پرېکړې په اړه د امنیت شورا بېړنۍ ناسته

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون شپه د افغانستان د بشري وضعیت او په تېره بیا د افغان ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت د محدودیتونو د زیاتېدو په هکله غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د بشري حقونو وضعیت، د افغان ښځو او نجونو د ازادۍ او پر هغوی د نوي سرپرست حکومت له‌خوا د تازه لګول شویو محدودیتونو په اړه بحثونه شوي دي.

افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د نښه کولو په اړه د امریکا خبرداری

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک ميلي پرون د دغه هېواد د استازیو جرګې غونډې ته د خبرو پر مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ منسجم کېدو څخه اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي چې افغانستان تر خپل څار لاندې لري او که چېرته له دغه هېواد څخه د امریکا پر ضد د ګواښ احساس وکړي، د شنډولو لپاره یې د بریدونو بشپړه وړتیا لري.

پکتیکا کې د روغتیايي خدمتونو له نشتون څخه د خلکو شکایت

د پکتیکا ولایت اوسېدونکي د دغه ولایت په مرکز او یو‌شمېر ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو له نشتون څخه شکایت کوي او وايي، دې ولایت کې روغتیايي خدمات په نشت حساب دي.

د مرکز ښرنې، وازېخوا، خوشامند، وړممۍ او ګومل ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکو سلام‌وطندار ته وايي، د روغتیا په برخه کې له پراخو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.