د ا.ا له‌خوا د شپږو دولتي بنسټونو منحلېدل؛ شاوخوا ۶زره کسان بې‌برخلیک شوي

د اسلامي امارت سرپرست حکومت په دې وروستیو کې د یوه مکتوب په ترڅ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون، د ملي مصالحې عالي شورا، د ملي امنیت شورا، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د دارالانشا ریاستونه منحل کړي دي.

ایران او ترکیې کې افغان کډوال د پولیسو له ناسم چلن څخه شکایت کوي

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، ګن‌شمېر هېوادوالو کډوالۍ ته مخه کړه او د پاکستان، ایران او ترکیې پر لوري وغوځېدل.

دغو هېوادونو ته له تلو وروسته، اوس افغان کډوال له ګڼو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. افغان کډوال په دغو هېوادونو کې د توکو له لوړې بیې او د کار په بدل کې د لږو پیسو د ورکړې سربېره، د پولیسو له ناوړه چلن څخه شکایت کوي.

ا.ا یوناما ته: ښځینه کارکوونکې مو باید حجاب مراعت کړي

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په کابل کې د یوناما له کارکوونکو څخه غوښتي چې حجاب مراعت کړي. د بشري حقونو څار سازمان د ښځو د برخې استازې هیدر بار پر خپله ټویټر‌پاڼه، د دغه سازمان یوه خبرپاڼه خپره کړې چې په‌کې د یاد سازمان کارکوونکو ته د اسلامي امارت امر په اړه لیکل شوي دي.

افغانستان سره د پولو امنیت په اړه د ټولیز امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو اندېښنه

د ټولیز امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو د مشرانو ناسته پرون د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شوه.

د روسیې تاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ټولیز امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو له افغانستان سره د پولو د امنیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او خپلو پولو کې یې د امنیت پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی.

بدخشان کې غره ښويېدنې څلور کسان مړه کړي

په بدخشان کې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې په دغه ولایت کې د غره ښویېدنې له امله څلور کسان مړه شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغه پېښه پرون د یاد ولایت د یاوان ولسوالي په «شولر پایان» کلي کې رامنځته شوې ده.

د اقتصاد وزارت: د نړیوالو مرستو کمېدو د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی

ملګروملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې افغانانو سره یې په بشري مرستو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی. سره له دې چې دغه سازمان وايي، ۳۸ میلیونه افغانانو سره مرسته کوي، خو د بودیجې کمېدو له امله به دغه کچه ۸ سلنې ته راکمه شي.

شنونکي: د ا.ا د وینا او عمل توپیر به سیاسي وضعیت لا پېچلی کړي

پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینو ځینو رسنیو ته منلې چې کرزي پلان درلود متحده عربی اماراتو ته سفر وکړي او د دغه هېواد د ولسمشر شیخ خلیفه بن‌زاید ال نهیان په جنازه کې کډون وکړي او د هغه کورنۍ ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي، خو ویل کېږي چې د اسلامی امارت چارواکو نوموړي ته له هېواد څخه د وتلواجازه نه ده ورکړې.

د روزګان اوسېدونکي: ا.ا دې له ماینونو څخه هستوګنیز کورونه پاک کړي

په روزګان کې یو‌شمېر هغه کورنۍ چې د تېرو ناامنیو پرمهال د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي او کورونه یې د جګړو په سنګرونو بدل شوي وو، اوس وايي چې له جګړو د پاتې شویو ماینونو د وېرې له امله خپلو مېنو او کورونو ته بېرته نه‌شي ګرځېدلی.