
یونېسف: په دوو ورځو کې ۱۷ افغان ماشومان وژل شوي
په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړې ادارې یا (یونېسف) ځانګړي استازي محمد اګ ایویا ویلي چې یوازې د دوو ورځو پرمهال دغه هېواد کې ۱۷ ماشومان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړې ادارې یا (یونېسف) ځانګړي استازي محمد اګ ایویا ویلي چې یوازې د دوو ورځو پرمهال دغه هېواد کې ۱۷ ماشومان وژل شوي دي.

د کندوز امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د کتاب اوونۍ د نمانځنې په موخه یې په مرکز ګردېز کې د کتابونو نندارتون جوړ کړی دی.
د مسوولانو په وینا، په دغه نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، اسلامي، ادبي، فرهنګي، معلوماتي او تاریخي کتابونه د مطالعې لپاره کېښودل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش په افغانستان کې وروستۍ چاودنې غندلي دي. هغه نن په ټویټر کې لیکلي چې دغو بریدونو د شیعهګانو په ګډون د ګڼ شمېر ملکیانو او ماشومانو ژوند واخیست.

د میدان وردګ د مڼې گُل ۲۰ مه مشاعره د دغه ولایت د جلریز ولسوالي د سنګلاخ په تفریحي سیمه کې د لسګونو شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګیانو په ګډون جوړه شوه.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ پرېکړې ته غبرګون ښودلی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض په اړه د دوی اندېښنه له واقعیت څخه لرې او بېبنسټه ده.

هېواد کې د ملکیانو په ځانګړې توګه د لمونځکوونکو پر وړاندې د ناامنیود، بریدونو او چاودنو په دوام پرون کابل یوځل بیا د چاودنې شاهد وو. دا چاودنه داسې مهال وشوه چې خلک د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې د ټرافیک څلورلاري ته نږدې د «حضرت زکریا» په جامع جومات کې د ماښام لمونځ پر ادا کولو بوخت وو.

د غزني د صنايعو او کانونو خونې نن د دغه ولايت د محلي مسوولانو او د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د چارواکو په حضور کې په رسمي توګه خپل فعاليت پيل وکړ.

نن په کابل کې د اسلامي امارت او چینا_ټاون شرکت د استازیو له لوري د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د ملاتړ په موخه د چین هېواد د محصولاتو او ټکنالوژۍ لومړنی نندارتون پرانیستل شو.

ټاکل شوې چې نن په تاجکستان کې د روسیې، هند او د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په ګډون یوه دوه ورځنۍ ناسته جوړه شي. ویل کېږي چې په دغه ناسته کې به د افغانستان د سیاسي، بشري او امنیتي وضعیت په تړاو خبرې وشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ یوشمېر ولایتونو ته له سفر وروسته، نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال په افغانستان کې د بشريحقونو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د اسلامي امارت سرپرست حکومت یې د بشريحقونو او امنیت په ټینګښت کې ناکام وباله.

په لوګر ولایت کې د پلعلم ټرافي په نوم د کرېکټ لوبې د پیل شویو سیالیو اتلولي د پکتیا لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په کابل او بلخ کې پرونیو چاودنو ته په غبرګون کې ویلي چې اسلامي امارت باید د خلکو امنیت ټينګ کړي.
نوموړې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «دغه بریدونه یوازې بېګناه افغانانو ته چې په کافي اندازه یې درد او غم لیدلي، له ویجاړۍ پرته نور څه نه لري.»

هرات کې د یوشمېر چاپخونو خاوندان وايي، نږدې یوه اوونۍ وړاندې د دغه ولایت ښاروالي ټولو چاپخونو او تبلیغاتي شرکتونو ته یو مکتوب لېږلی او ترې غوښتنه یې کړې چې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو له چاپ څخه ډډه وکړي.

کابل کې د انتاني روغتون مسوولان وايي چې په تېره یوه میاشت کې د کولرا ناروغۍ شکمنې پېښې دوه برابره شوې دي.

د ټولګټو وزارت مسوولان نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سړک او پلونو د جوړولو او استنادي دیوالونو د پروژو د بشپړېدو خبر ورکړ. هغوی له نړیوالو سازمانونو څخه غواړي چې په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.