
هرات کې د سېلابونو راوتو له امله دوه ښځې مړې شوې
د هرات امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله دوه ښځې مړې شوې دي.

د هرات امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله دوه ښځې مړې شوې دي.

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په روضې کوتل سیمه کې د ا.ا د ځواکونو رنجر موټر چپه شوی چې له امله یې دوه سرتیري مړه او لس ټپیان شوي دي. پرون هم د دغه ولایت په قره باغ ولسوالي کې د اسلامي امارت د ځواکونو اړوند رنجر موټر له یوې سراچه ډوله سره ټکر کړی چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي.

د هرات محلي مسوولان وايي چې سږ کال دغه ولایت کې شاوخوا ۴ زره ټنه پسته ترلاسه شوې ده.
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس پیرمحمد حلیمي وویل، روان کال د دغه ولایت د پستې ځنګلونو څخه له ۳.۵ څخه تر ۴ زره ټنه پسته راټوله شوې چې د خلکو لپاره د عاید ښه سرچینه بلل کیږي.

د غور د لعلوسرجنګل ولسوالي ځايي سرچینې سلاموطندار ته وايي، دوه ورځې وړاندې (چهارشنبه، د زمري په پنځمه) د دغې ولسوالي د «بازار» کلي مشرانو او استازو د عاشورا لسیزې د مراسمو همغږۍ په موخه غونډه ترسره کړه.

یوشمېر رسنیو د سیمې اوسېدونکو په خبره رپوټ ورکړی چې یوه ځوان د کابل ښار دهمزنګ سیمه کې ځان راځړولی دی.
تراوسه د دغې پېښې لامل نه دی روښانه شوی.

د غزني له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي عمر حقاني سلاموطندار ته وویل، تېره شپه د دغه ولایت قرهباغ ولسوالي کې له سختو وروښتونو وروسته سېلابونو د اسلامي امارت یو رنجر موټر وړی دی.
هغه وویل، د دغې پېښې پایله کې د اسلامي امارت ۱۰ سرتېرو ژوند بایللی او ۳ نور یې ټپیان شوي دي.

د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلاموطندار ته وویل، تېره ورځ مازیګر مهال د دغه ولایت قرهباغ ولسوالي کې د اسلامي امارت ځواکونو یوه رنجر له سراچه موټر سره ټکر کړی دی.

د اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت مسوولان وايي، د کابل ـ هرات شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره لویې لارې د بیارغاونې چارې یې پیل کړي او د دغې لارې بیارغاونه یې له اساسي کارونو څخه ده.

په وروستیو ورځو کې د هېواد په بازارونو کې د زړو افغاني بانکنوټونو زیاتېدو د خلکو او صرافانو نیوکې زیاتې کړي چې ورسره د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې د هغو بانکنوټونو نمونې هم خپرې کړي چې د چلېدو وړ نه دي.

د اسلامي امارت مشر هبتالله اخندزاده تازه په کندهار کې یوې غوڼده کې ویلي چې د خلکو لهخوا جوړ شوي قوانین د تطبیق وړ نه دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه د هبتالله اخندزاده له قوله یوه ویناپاڼه خپره کړې چې پهکې ویل شوي، اسلامي امارت یوازې الهي احکام پلي کوي او د خلکو په غوښتنه پرېکړې نه کوي.

د طبیعت نړیوالې ورځې په رارسېدو سره، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان هېواد کې د چاپېریال وضعیت خرابېدو څخه اندېښنه ښيي.

د شپږیزې کرېکټ لیګ په ۱۹ لوبه کې چې نن له غرمې وړاندې د امو نهنګان او میسعینک لوبډلو ترمنځ وشوه، امو نهنګان بریالي شو چې میسعینک ته په پنځو وېکټو ته ماته ورکړي.

د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې د بالاحصار ودانۍ ويجاړېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي. د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د بالاحصار ودانۍ ځینې برخې د وروستیو اورښتونو له امله سختې زیانمنې شوي او د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د پکتیا د ځاځياریوب ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي وايي چې بېګاه په دغه ولسوالي کې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت مشر هبتالله اخندزاده په تازه سپارښتنه کې ویلي چې د خلکو لهخوا جوړ شوي قوانین د تطبیق وړ نه دي او د اسلامي امارت حکومت کې باید د هرې ستونزې حل په شریعت کې ولټول شي. ویناپاڼه زیاتوي چې د اسلامي امارت مشر هبتالله اخندزاده والیانو ته په وینا کې سپارښتنه کړې چې د نوموړي له پرېکړو اطاعت وکړي.

د روزګان محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په ګېزاب او مرکز ترینکوټ کې د شویو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې له امله درې کسان مړه شوي او دوه نور لادرکه دي. بلخوا د ترینکوټ ښار اوسېدونکي وايي، په تالاني سیمه کې هم د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته زیانونه اړولي دي.