
له افغان سولې د امریکا پر هراړخیز ملاتړ د خلیلزاد ټینګار
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي پرون ماښام د بهرنیو چارو له وزیر محمدحنیف اتمر سره په خبرو کې له افغان سولې نه د امریکا د هراړخیز ملاتړ په اړه ډاډ ورکړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي پرون ماښام د بهرنیو چارو له وزیر محمدحنیف اتمر سره په خبرو کې له افغان سولې نه د امریکا د هراړخیز ملاتړ په اړه ډاډ ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېره یوه شپه او ورځ کې ۷ کسان مړه کړي او ۱۲۰ نور پرې اخته شوي دي.

د کندوز محلي مسوولان مني چې په دغه ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې دوه پولیس او ۱۲ پوځیان وژل شوي دي.
د کندوز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي سلاموطندار ته ویلي چې طالب جنګیالیو بېګاه شاوخوا ۱۰ بجې د کندوز ښار ختیځ ته د چرخاب سیمې په «سر حوض» برخه کې پر یوې پوستې برید کړی دی.

د ولسي جرګې له لوري يوه اوونۍ وړاندې چې د ۱۴۰۰ مالي کال بوديجه رد شوه، اوس ولسمشر محمد اشرف غني د يادې جرګې د پرېکړې په غبرګون کې ويلي، پارلمان یوازې د بوديجې د رد او تصويب مسووليت لري.
ولسمشر محمد اشرف غني نن د کابینې په غونډه کې ویلي، د اساسي قانون له مخې بودیجه د اجراييه قوې کار دی او پارلمان یوازې کولای شي هغه رد او یا تصویب کړي.

ولسي جرګې نن د دولتي کارکوونکيو د معاش د یو شان کولو لپاره طرحه تصویب کړه. دغه طرحه د يادې جرګې د ۳۰ وکيلانو له لوري وړانديز شوې وه.
د ولسي جرګې رييس میررحمان رحماني وویل، د ولسي استازو د وړاندې شوې طرحې له مخې دې، د مامورینو، ښوونکيو، متقاعدینو، اجیرانو او سرتېرو د معاشونو یو شان کولو لپاره، له ۹۱ او ۹۲ کودونو، انټياې، سوپرسکېل او سيبيار معاشونو څخه استفاده وشي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېره یوه شپه او ورځ کې ۹ کسان مړه کړي او ۱۰۲ نور پرې اخته شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې ۱۶۹۱ نمونې کتلي چې له ډلې یې یادې مثبتې پېښې په ۱۷ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې کابل ښار کې به له ۱۰۰ میلیونه ډېرو امریکايي ډالرو په ارزښت امنیتي کمرې ولګول شي.
نوموړي نن پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې د دغو کمرو د لګولو پروګرام د افغان دولت د متحدانو د غوڅ ملاتړ په مرسته عملي کېږي.

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په یوه اعلامیه کې دوحې ته د مذاکرهکوونکي پلاوي ستنېدو څخه هرکلی کړی او ویلي يې دي، په چټکه توګه د دوه افغان ټیمونو ترمنځ د خبرو پیل ته په تمه دي.
له يوناما په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه خبرې د جګړې د پای او سولې ته د رسېدو لپاره ډېرې مهمې دي.

د ملي پخلاينې عالي شورا وايي، د يادې شورا رييس عبدالله عبدالله د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ليدلي او دواړو لوريو د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د دويم پړاو په اړه بحث کړی دی.
د ملي پخلاينې له عالي شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ليدنه چې نن سهار په سپېدار ماڼۍ کې شوې عبدالله عبدالله…

په غزني کې محلي او امنیتي سرچینې وايي، طالبانو د خپل نفوذي کس په وسیله بېګاه د دغه ولایت د مرکز اړوند په «توحیداباد» سیمه کې د ملي اردو د یوې پوستې ۷ سرتېري وژلي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ کسان مړه کړي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، د ۱۵۷۵ شکمنو کسانو نمونې يې کتلي چې له ډلې یې د ۱۰۲ کسانو پایلې مثبتې ختلې دي.
د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۱۲۵ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۴ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امریکايي ځواکونو له څو ورځو راهیسې په ننګرهار او هلمند کې د دې ډلې پر وسلهوالو پرلهپسې هوايي بریدونه کړي او په کندهار کې هم د امریکايي ځواکونو په هوايي ملاتړ عملیات پیل شوي دي.

بهرنیو چارو وزارت وايي، د ترکیې په «اغري» ولایت کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۵ افغانان مړه شوي دي.
له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د ترکیې د «اغري» ولایت په «دوغوبایزید» سیمه کې شوې.
د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې چې يوه موټر کې افغانکډوال سپاره وو، د ډېر بېړني تګ له کبله له سړکه انحراف کړی او ۵ افغانان پهکې وژل شوي دي.

د کاپيسا امنيتي مسوولان وايي، د ياد ولايت د علماوو شورا د رییس ميرويس کريمي پر موټر ماین چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ د رسنيو د دفتر مسوول عبدالشایق شورش سلاموطندار ته وايي، دا پېښه نن وروسته له غرمې ۳ بجې د کاپیسا صياد سيمه کې شوې ده.

بغلان کې امنیتي سرچینې سلاموطندار ته وايي، طالبانو د یکشنبې په سهار د پلخمري ښار «پوزهایشان» سیمه کې د افغان ځواکونو د اډې په سل مټرۍ کې د چکپاینټ په جوړولو سره، ټول هغه موټر چې بغلان څخه شمالي ولایتونو ته روان وي، ډنډ شهاب الدین سیمه کې پلټي.
سرچینو وویل، طالب وسلهوالو تراوسه له۲۰ ډېر هغه کسان چې حکومت پورې…

ارګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي وو، تېر یوه کال کې افغانستان کې هېڅ امریکايي سرتېری نه دی وژل شوی وايي، طالبان اوس د افغان حکومت او خلکو پر وړاندې جنګېږي چې دغه جګړه کې د ملکي وګړو مرګژوبله هم ډېره لوړه ده…