
هرات کې یوه کس د چړې په وسیله خپل ورور وژلی
د هرات امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې بېګاه شپه یوه کس د چړې په وسیله خپل ورور وژلی دی.

د هرات امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې بېګاه شپه یوه کس د چړې په وسیله خپل ورور وژلی دی.

کندوز کې له نن (سهشنبه د تلې ۲۶مه) سهار راهیسې یوه ډله وسلهوال کسان له اسلامي امارت سره پر نښته بوخت دي.

د غزني محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په اندړ ولسوالي کې دوو وروڼو خپل پلار وژلی دی. د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلاموطندار ته ویلي، پېښه پرون دوشنبه د تلې ۲۵مه ناوخته د اندړ ولسوالي په «خرپه» کلي کې رامنځته شوې. خالد سرحدي زیاته کړې چې دغو دوو وروڼو خپل پلار «زندۍ» کړی او وژلی یی دی. د غزني د امنیې قومنداني ویاند په وینا، له دغو دوو وروڼو څخه یو یې نیول شوی او دویم فراري دی.

د اندونیزیا په ختیځ کې د فوټبال د دوو کلبونو ترمنځ له سیالي وروسته په ټېل ماټېل کې ۱۲۹ کسان وژل شوي او ۱۸۰ کسان ټپیان دي.

بدخشان کې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په کوهستان ولسوالي کې یوه کس خپله مخکینۍ مېرمن او خواښې وژلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې پېښه بېګاه شپه ۱۰ بجې د کوهستان ولسوالي په «وخنده» کلي کې رامنځته شوې ده.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد محکمې د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر عمرانخان د نیولو امر کړی دی.

د بلوچستان د بېلتونپاله بلوڅو (بياِلای) د پوځ ویاند آزاد بلوڅ ادعا کوي چې د پاکستان پنځه پوځیان یې وژلي دي.
د نوموړي په وینا، ځواکونو یې پرون جمعه د بلوچستان ایالت په «کوهلوای» سیمه کې د پاکستان د استخباراتو یو پټنځای الوځولی دی.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د رڼا په نوم محلي راډیو نن د مالي ستونزو له امله خپل نشرات بند کړل.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر محمدقاسم ریاض وایي چې تېره اوونۍ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۳ جلا جلا ټرافیکي پېښو له کبله ۱۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په کاپيسا کې د پژواک خبري اژانس محلي خبريال عبدالحنان محمدي چې له څلورو مياشتو راهيسې د اسلامي امارت د استخباراتو په زندان کې و، نن خوشې شوی دی.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف نن په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید ته په غبرګون کې ویلي چې پر ښوونیزو مرکزونو بریدونه د منلو وړ نه دي.

د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید یو لوی وحشت دی.
نوموړي لیکلي: «ا.ا د کابل دیارلسمه امنیتي حوزه کې پر کاج ښوونیز مرکز برید یو لوی وحشت بولي او په کلکو ټکو یې غندي. د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.»

د پروان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله دوه کسان مړه شوي او یو بل کس تپي دی.

روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د پلازمېنې مسکو د ایژوسک ښار په یوه ښوونځي کې د وسلهوال برید پرمهال د اوو زدهکوونکو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي.

د هرات د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د هرات ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند امنیتي ځواکونو یو کس پر دوو کوچنیو نجونو د جنسي تیري په تور نیولی دی.

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د تلې څلورمه د دغه هېواد د پوځ په حواله راپور ورکړی چې په بلوچستان ایالت کې د یوې چورلکې د لوېدو له امله د پوځ شپږ لوړپوړي افسران وژل شوي دي.