۲۸میلیونه اړمن افغانان؛ اوچا: افغانستان د نړۍ په کچه ناورین سره مخ دی

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې افغانستان د نړۍ په کچه له سخت ناورین سره مخ دی.

اوچا نن جمعه د کب ۱۹مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان ۲۸.۳ میلیونه وګړي روان ۲۰۲۳ کال کې اړینو بشري مرستو ته اړتیا لري. دغې ادارې همداراز د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

داعش ډلې د بلخ د والي د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست

داعش د بلخ د والي محمدداوود مزمل پر دفتر برید چې په‌کې نوموړی له دوو نورو کسانو سره یوځای ووژل شو، پر غاړه اخیستی دی. داعش پورې اړوند اعماق خبري اژانس ویلي، د بلخ د والي پر دفتر ځانمرګی برید دوی کړی دی. داعش ویلي، بریدګر عبدالحق الخراساني نومېده او په امنیتي پوستو کې له تلاشۍ وروسته یې ځان د والي دفتر ته رسولی و.

پروان کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په جبل‌السراج ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی دی.

د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي، بېګاه شپه ۸:۳۰ د جبل‌السراج ولسوالي اړوند ګلبهار کلي کې د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا یو کس وژل شوی دی.

پر افغان ښځو د لګېدلیو بندیزونو لرې کولو په اړه د ۲۳ هېوادونو غوښتنه

د ښځو د پیوستون له نړۍ‌والې ورځې سره هم‌مهاله د سیمې او نړۍ د ۲۳ هېوادونو او اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې، له ا.ا څخه په‌کې غوښتنه شوې چې افغانستان کې پر ښځو لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.

بلخ کې ځانمرګی برید؛ د والي په ګډون درې کسان وژل شوي

د بلخ امنیتي مسوولان وايي چې نن پنج‌شنبه د کب ۱۸مه د یوه ځانمرګي برید پر مهال د یاد ولایت والي «محمدداوود مزمل» وژل شوی دی.

د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمداصف وزیري وايي، چاودنه نن له غرمې مخکې د ولایت مقام کې دننه رامنځته شوې او د یاد ولایت والي وژل شوی دی. تراوسه کوم چا یا ډلې د یادې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

د افغانستان بانک راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي، راتلونکې شنبه د کب ۲۰مه «۱۵» میلیونه ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
دغه بانک نن پنج‌شنبه د کب ۱۸مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه ډالر لیلام کړي. د افغانستان بانک ویلي، د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

پر ښځو لګېدلي محدودیتونه او د کاروبار برخه کې د هغوی د هڅو دوام

که څه هم افغان ښځو په تېر یوه کال کې له محدودیتونو کړېدې، خو یوشمېر ښځو بیا هم د هوټلونو، خیاطیو او وطني تولیداتو او لاسي صنایعو د نندارتونونو په جوړولو سره هڅه وکړه چې هم ځان او هم نورو ښځو ته د کاروبار اسانتیاوې برابرې کړي.

شنونکي: پر افغان ښځو د محدودیتونو دوام د افغانستان اقتصادي ناورین پراخ کړی

سږ کال د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ داسې مهال راورسېده چې افغان ښځې د زده‌کړو او کار په ګډون، خپلو بنسټیزو حقونو ته چې نړیواله ټولنه یې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو لپاره مهم شرطونه بولي، لاسرسی نه‌لري.

مرکزي ولایتونو کې نجونې زده‌کوونکې: ښوونځي بېرته پرانیزئ

د مارچ اتمه د ښځو د یووالي نړیوالې ورځې له رسېدو سره هم‌‌مهاله لا هم هېواد کې مېرمنې او نجونې له خپلو لومړنیو حقوقو په ځانګړې توګه له زده‌کړو او کار محرومې دي.

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي، خو د یونیم کال په تېرېدو یې دروازې هماغسې بندې دي.