نورستان کې د دوو قومونو د ۲۶ کلنې دوښمني پای؛ ۵۰۰ کسان وژل شوي

د نورستان په کامدېش ولسوالي کې د ځمکې پر سر د کاموز او کشتوز قومونو ترمنځ ۲۶ کلنه دوښمني پای ته ورسېده او بېرته خپلو کلیو ته وګرځېدل.
د کشتوز قوم یو مشر محمدنعیم وايي، د ځمکې او اوبو پر سر دې دوښمنۍ کې چې له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې روانه وه، د دواړو قومونو ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

ا.ا: نړۍ دې راسره رسمي تعامل وکړي؛ شنونکي: نړیواله ټولنه خپل شرایط لري

اسلامي امارت په تېر شاوخوا یونیم کال کې په ځلونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې رسمي تعامل ورسره وکړي او حکومت یې په رسمیت وپېژني، خو نړیوالې ټولنې په کور دننه د ا.ا د سیاستونو او پر خلکو، په تېره ښځینه‌وو د محدودیتونو لګولو له کبله دا غوښتنه منلې نه‌ده.

د پاکستان د مالیې وزیر: پاکستان سوالګر نه دی

د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار نن شنبه د اپرېل اتمه اسلام‌اباد کې د یوې خبري ناستې پرمهال هغه اوازې ناسمې وبللې چې ګواکې د پیسو نړیوال صندوق نوموړی امریکا کې د یاد صندوق کېدونکې غونډې څخه منع کړی دی.

کابل کې د ګلانو او نیالګیو پلورونکي: د تېر کال په پرتله مو کاروبار ښه شوی

کابل ښار کې د ګلانو او نیالګیو یو‌شمېر پلورونکي وايي چې د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال د پېر کچه لوړه شوې ده.

ولي‌ محمد چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د کابل ښار په یوه څنډه کې ګلان پلوري، وايي چې روان کال یې د ګلانو او نیالګیو برخه کې ۳۰۰زره  افغانۍ پانګونه کړې ده.

نیوزیلنډ له سریلانکا د شل اووره سیالیو لوبلړۍ وګټله

د نیوزیلنډ په کوربه‌توب د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې له سریلانکا څخه د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ ۲-۱ وګټله.

په دغه لوبه کې د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوړې کړې.

درملتونونو کې د تراماډول ناقانونه پلور؛ د خوړو او درملو اداره: د سرغړوونکو پېژندل ناشوني دي

د کابل اوسېدونکې نرکس چې ۲۳کلن زوی یې د «تراماډول» په نوم نشه‌ لرونکو ګولیو د کارونې له امله روږدی شوی، وايي چې د کابل په روغتونونو کې په ازاده توګه د یادو درملو کارونه لامل شوې چې زوی یې روږدی شي.

نرګس له حکومت غواړي چې د نشه‌ لرونکو درملو د ناقانوني پلور مخنیوي په اړه لازم اقدامات وکړي.

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن حیدراباد له لکناو سره لوبه کوي

د هند د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن شپه د سن‌رایزر حیدراباد لوبډله له لکناو سوپر جاینټز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ماښام ۶:۳۰ پیل شي. افغان لوبغاړی فضل‌الحق فاروقي په سن‌رایزر حیدراباد او لکناو سوپر جاینټز لوبډله کې بیا بل افغان لوبغاړی نوین‌الحق لوبېږي.

دایکندي کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي

د دایکندي امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د دایکندي د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه پنج‌شنبه ماښام د وري ۱۷مه د دوو موټرسایکلو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

کندهار کې یوه کس خپله مېرمن په مرموز ډول وژلې

د کندهار امنیتي مسوولان وايي چې بېګاه شپه دغه ولایت کې یوه روږدي کس خپله مېرمن په مرموز ډول وژلې او له سیمې تښتېدلی دی.

پېښه بېګاه شپه د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.