
د هېواد په ښارونو او کلیو کې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي وضعیت ارزونه
دغه څېړنه د افغانستان په ښاري او کلیوالي سیمو کې د روغتیایي خدماتو د لاسرسي وضعیت څېړلو په موخه ترسره شوې. د ۳۲ ولایتونو له ۱۱۳۶ اوسېدونکو څخه ترلاسه شوي مالومات ښيي چې د لاسرسي، د خدماتو کیفیت او د درملو د شتون په برخه کې د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ د پام وړ توپیرونه شتون لري.














