د افغانستان برښنا شرکت مسولان وایي، له ازبکستانه افغانستان ته د لېږدوونکې برښنا د پرې کېدو په اړه معلومات نه لري، خو د دغه شرکت د معلوماتو پر بنسټ د ازبکستان د برښنا د تولید په دستګاوو کې د تخنیکي ستونزو له کبله افغانستان ته لېږدوونکې برښنا پرې شوې ده.
د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي سلاموطندار سره په خبرو کې وویل، له یوې مېاشتې راهيسې په ازبکستان کې تخنیکي ستونزې پیدا شوي چې دغو ستونزو د برښنا پر تولید اغېزه کړې او د برښنا تولید په ټپه ولاړ دی.
توحیدي زیاتوي چې افغانستان ته د وارداتي برښنا د پرې کېدو پر لامل نه دي خبر.
په عادي حالت کې افغانستان ۴۵۰ میګاواټه برښنا له ازبکستانه، هېواد ته لېږدوي، خو په وروستیو مېاشتو کې تاشکند د خپلو کورنیو اړتیاوو له کبله کابل ته د لېږدوونکې برښنا څخه ۱۵۰ میګاواټه برښنا کمه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د افغانستان ۷۷ سلنه برښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران هېوادونو چمتو کېږي.
په اوس وخت کې افغانستان یوازې د ۲۰۰ میګاواټو برښنا د تولید وړتیا لري، خو د برښنا شرکت د اعلان له مخې افغانستان ته ۷ زره میګاواټو په اندازه د برښنا اړتیا لیدل کېږي. په ورته مهال د کورنۍ برښنا تولید یوازې د افغانستان ۱۹ سلنه اړتیا پوره کوي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، هغه برښنا چې د پرچاوۍ او پرې کېدو پز وخت کې په کور دننه تولیدېږي، په ناسمه او ناپییلې توګه وېشل کېږي.
د دوی په وینا، برښنا د هېواد لوړپوړو چارواکيو ته ځانګړې کېږي.
په ورته مهال توحیدي په دې اړه وایي، هغه برښنا چې د هېواد دننه تولیدېږي د روغتونو، امنیتي بنسټونو او هغه سیمې چې لو مړیتوب لري هغوی ته وېشل کېږي.
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکيو هم د برښنا د پرې کېدو او پرچاوۍ له کبله پر خپلو فېسبوکپاڼو بېلابېل پوسټونه کړي دي.
د پلازمېنې یوه اوسېدونکي پر خپله فېسبوکپاڼه د حکومت له لوري د برښنا په برخه کې د نه پاملرنې په اړه لیکلي: «د پنځه زره کلن تاریخ لرونکی هېواد له ۱۰۱ کال خپلواکۍ سره سره بیا هم د برښنا ساکټ د ګاوندي کره دی او ولسمشر یې د برښنا د تولید خوب ویني.»
د پلازمېنې د یو شمېر اوسېدونکيو په وینا، هر کله چې د افغانستان ګاونډي هېوادونو دغه هېواد ته لېږدوونکې برښنا پرې کړې، د کابل په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي هم له ستونزو سره مخ شي.
د افغانستان د برښنا شرکت تېره ورځ خبر ورکړی و چې له ازبکستان څخه افغانستان ته لېږدوونکې برښنا پرې شوې ده.