د کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي مالي محصولاتو پرانېسته

د اسلامي امارت یوشمېر چارواکو نن د کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي مالي محصولاتو پرانېسته وکړه.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري په دې غونډه کې وویل، که څه هم افغانستان پراخې طبیعي سرچینې لري، خو د کرنې برخه کې لاسته‌راوړنې نه لري او نه هم د کرنې وزارت هڅې یې لپاره بسنه کوي.

امیرخان متقي ازبکستان ته: د قرارداد له مخې برښنا را خوشې کړئ

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، ازبکستان باید د قرارداد له مخې افغانستان ته برښنا را خوشې کړي.
هغه چې نن د کرنیزې پراختیا د وجهي صندوق په پرانېست‌غونډه کې خبرې کولې، د ازبکستان له لوري د برښنا پر پرې کېدو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه هېواد باید د قرارداد له مخې، افغانستان ته برښنا را خوشې کړي.

اقتصاد وزارت: د ټاپي پروژې په پلي کېدو به ملي عواید لوړ او کاري بوختیاوې برابرې شي

اسلامي امارت وايي، د ټاپي پروژې د ښه پلي کېدو لپاره تیار دی چې د امنیت ټينګښت لپاره یې ځانګړي ځواکونه جوړ کړي. د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي چې ټاپي په سیمه کې مهمه اقتصادي پروژه ده او د امنیت په ټینګښت سره یې د پلي کېدو اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د پامیر قرغېزیان: له هرو ۱۰ امېندواره ښځو پنځه او له ۱۰ زېږېدلیو ماشومانو اووه یې مري

د افغانستان د قرغېز قوم چې د بدخشان د واخان ولسوالي په پامیر غرونو کې اوسېږي، د ژوند له لومړیو امکاناتو هم بې‌برخې دي او لا هم د سخت ژوند شپې او ورځې پرې سبا کېږي.
دوی وايي، تر اوسه په دې سیمه کې روغتیایي، مخابراتي او ټرانسپورټي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

یونسکو سږ کال د «ښوونې او روزنې» نړیواله ورځ افغان نجونو ته ځانګړې کوي

د ملګرو ملتونو د یونسکو برخې سږ کال د «ښوونې او روزنې» نړیواله ورځ چې د جنوري ۲۴مه ورځ ده، هغو افغان نجونو او ښځو ته ځانګړې کوي چې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.
یونسکو نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له اسلامي امارت څخه غوښتي چې ژرترژره د افغان نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیزونه لرې کړي.

جوزجان کې د سختې یخنۍ له امله د مړینې شمېرې ۲۴ ته ورسېدې

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د سختو واورو اورېدو او سړې هوا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴ ته رسېدلی دی.
د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند عبدالستار حلیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې د سختې واورې او یخنۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېرې په لوړېدو دي او لپاره یې یو حقیقت‌موندونکی پلاوی هم ټاکل شوی دی.

یو ماشوم د شبرغان په «پل خراسان» سیند کې ډوب شوی

د جوزجان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس سراج‌الدین سراجي سلام‌وطندار ته ویلي چې د حبیب‌الله په نوم یو شپږکلن ماشوم د شبرغان ښار په سیند کې ډوب شوی دی.
هغه وايي، یاد ماشوم لومړی پر واورې ښویېدلی، بیا سیند ته غورځېدلی دی.

روزګان کې یوه کس خپله مېرمن وژلې

د روزګان ولایت مسوولان وايي چې یوه کس د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالي کې خپله مېرمن په مرمۍ وژلې ده.
د روزګان د والي ویاند احسان‌الله حماس سلام‌وطندار ته وويل چې د محمدنسيم په نوم دغه کس تېره ورځ خپله مېرمن وژلې ده.

د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی پلاوی له ا.ا سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه سازمان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی، څو د افغان ښځو د زده‌کړو او کار په اړه د اسلامي امارت له مشرانو سره خبرې اترې وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان: د افغان ښځو پر کار له بندیز وروسته ۹۷ روغتیایي مرکزونه تړل شوي

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د افغان ښځو پر کار د اسلامي امارت له بندیز وروسته ۹۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او په دې سره خدمتونو ته د افغانانو لاسرسی کم شوی دی. دغه سازمان وايي، په دې سره بیړنیو روغتیايي خدمتونو ته د نیم میلیون افغانانو لاسرسی محدود شوی دی.