د افغانستان د خبریالانو مرکز: د رسنیو د فعالیت ځنډول د ټولیزو رسنیو قانون خلاف دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري په کابل کې د نور او بریا ټلوېزیونونو د فعالیت ځنډولو پرېکړه د ټولیزو رسنیو له قانون سره په ټکر کې بللې ده.
دغه مرکز د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه اقدام په هېواد کې د ازادو رسنیو د محدودولو په مانا بللی او د دې پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان‌-‌پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه: د کراچۍ‌-‌پېښور ترمنځ د اوسپنۍ پټلۍ دې بېرته پرانېستل شي

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې له پاکستانه غوښتي چې د کراچۍ‌–‌پېښور د اوسپنې پټلۍ د افغان او پاکستاني سوداګرو د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره بېرته پرانېزي.
په اسلام‌اباد کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس ضیاالحق سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې اوس له کراچۍ څخه پېښور ته د سوداګریزو توکو د لېږدرالېږد لګښت د تېلو د لوړې بیې له امله څو برابره زیات شوی او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته یې زیان رسولی دی.

د اختر لپاره د افغان ښځو تیاری؛ «هره ورځ دې چې پیسې لرلې، هماغه ورځ اختر دی»

افغان ښځې تل په هېواد کې د شته دودونو او هم د مینې له کبله تر نارینه‌وو ډېر د اختر نمانځلو ته هوسېږي او د کور له پاکولو نیولې تر ځان او ماشومانو ته د نویو جامو تیارولو او د مېلمنو تر هرکلي پورې هر څه ته چمتووالی نیسي.

یوسف رضا ګیلاني د پاکستان د مشرانو جرګې رییس شو

د پاکستان د مشرانو جرګې غړیو پرون په کورنیو ټاکنو کې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر یوسف ‌رضا ګیلاني د خپل مشر په توګه ټاکلی دی.
اېکس‌پرېس ټرېبیون لیکلي چې ګیلاني پرون (د اپرېل نهمه، د سه‌شنبې ورځ) د ۴۱ مثبتو رایو په ګټلو سره د مشرانو جرګې د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

م.جاهد: د اختر ورځو کې هوايي ډزې مه کوئ

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد له امنیتي ځواکونو او هېوادوالو غوښتي چې د اختر په ورځو کې له هوايي ډزو ډډه وکړي.
نوموړي پرون ناوخته پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې هوايي ډزې ناسم کار دی او د خلکو د ځور او ان د مړینې او ټپي کېدو لامل کېږي.

هرات کې یوشمېر زلزله‌ّځپلي لا هم په خیمو کې اوسېږي

که څه هم د هرات په زنده‌جان ولسوالي کې له خونړۍ زلزلې شپږ میاشتې تېرېږي، خو یوشمېر زلزله‌ځپلي لا هم په خیمو کې اوسېږي.
نفس‌ګل چې له څلوېښتو کلونو راهيسې په زنده‌جان ولسوالي کې ژوند کوي وايي، د تېر کال له زلزلې راهيسې په خیمه کې اوسېږي. هغه وايي، د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله یې خیمې هم زړې شوې دي.

د ګوزڼ له منځه وړلو عملیاتي مرکز: د راستنېدونکو کډوال ماشومانو واکسین ته چمتووالی لرو

په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي د خپرېدو ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ له منځه وړلو د بېړني عملیاتي مرکز مسوولان وايي، دغه وزارت د خپلو نړیوالو همکارانو په همکاري د ګوزڼ ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره عملي اقدامات په پام کې لري او هېواد ته ټولو راستانه شویو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شوی دی.

سي‌پي‌جې ا.ا ته: پر فېسبوک محدودیت یا بندیز مه لګوئ

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې یا سي‌پي‌جې په افغانستان کې د فېسبوک محدودولو او یا بندولو په تړاو د ا.ا د پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دغې کمېټې د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې خلکو ته د معلوماتو رسولو بهیر پر وړاندې خنډ جوړ نه‌کړي او د فېسبوک محدودولو او یا بندیز له پلان څخه تېر شي.

سمنګان کې د ځمکې کېناستو پېښه؛ څه باندې ۵۰ کورنۍ د پېښې له ځایه اېستل شوي

په سمنګان کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د ایبک ښار د «خوستیانو» سیمه کې ځمکه ناسته ده.
د سرچینو په وینا، دا پېښه پرون (د وري شلمه، د دوشنبې ورځ) یوناڅاپه شوې ده.
سرچینې د ځمکې کېناستو غوچوالی پنځوس متره ښيي او زیاتوي چې په څو ځایونو کې ځمکه ښکته تللې ده.

عدلیې وزارت د دوو سیاسي ګوندونو او ۷۵ ټولنو مسوولان امنیتي ادارو ته ورپېژندلي

د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت مسوولان وايي، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې د ټولنیزو او مرستندویه ټولنو او سیاسي ګوندونو له ارزولو وروسته د دوو سیاسي ګوندونو او ۷۵ ټولنیزو او مرستندویه بنسټونو مسوولان امنیتي ادارو ته ورپېژندلي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: شاوخوا ۵۰ سلنه سوداګریز توکي د ایران له لارې را واردېږي

له هغه وروسته چې د ایران د سوېلي خراسان د ګمرک عمومي مدیر وویل چې له دې لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو ټرانزیټ درې برابره زیات شوی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان هم وايي چې له ۱۴۰۲ کال راهیسې د افغانستان تر نیمايي زیات واردات د ایران د چابهار او عباس بندر له لارو کېږي.

تېر کال افغانستان کې ۱۳۰ کسانو ته تعزیري او د قصاص سزاوې ورکړل شوي

اسلامي امارت د بشري حقونو اړوندو سازمانونو او نړیوالې ټولنې له نیوکو سره سره بیا هم د خلکو په مخ کې د حدودو او قصاص لړۍ ته دوام ورکړی دی. سترې محکمې د دغو سزاوو په وروستۍ قضیه کې ویلي چې په لوګر کې یې د یوې ښځې په ګډون، شپږ کسان له ۲۵ تر ۳۹ دورو وهل شوي دي.