له پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو حل په اړه د سوداګرۍ او پانګونې خونې هیله‌مندي

د ا.ا مسوولان وايي، له پاکستان سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې له ډېرو ستونزو وروسته له دغه هېواد سره ځینو هوکړو ته رسېدلي دي.
د افغانستان او پاکستان د پلاویو ترمنځ د شویو هوکړو پر بنسټ، دواړه لوري به د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې برابروي.

کابل کې د خیاطانو کاروبار ۷۰ سلنه زیات شوی

په کابل کې یوشمېر خیاطان چې د نارینه‌وو جامې ګنډي وايي، په وروستۍ یوه میاشت کې یې کاروبار تر ۷۰ سلنې ښه او زیات شوی دی.
جمال‌الدین چې شل کاله کېږي د کابل ښار په بهارستان کې د جامو ګنډلو دوکان لري وايي، د اختر په را نږدې کېدو سره یې کارونه زیات شوي او تر نیمو شپو جامې ګنډي.

اقتصاد وزارت: د حکومت له هوکړې پرته په نادولتي موسسو کې د حکومتي کارکوونکو ګومارل بند دي

د اقتصاد وزارت تازه په یوه مکتوب کې له نادولتي موسسو څخه غوښتي چې د حکومتي ادارو کارکوونکي د اړوندې ادارې له هوکړې پرته ونه ګوماري.
یاد وزارت د دې پرېکړې لامل تر ټاکلې مودې پورې د دولتي کارکوونکو د کار بشپړېدل او د ناسوبتیا او جرم له کبله د دولتي ادارو د ګوښه شویو کارکوونکو د ګومارل کېدو مخنیوی بولي.

انټوني ګوټرېش: ځمکه تر کثافاتو لاندې په غرقېدو ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د کثافاتو صفر کېدو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې ځمکه تر کثافاتو لاندې د صفر کېدو په حال کې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي له ټولو غوښتي چې د کثافاتو د تولید تخریبوونکي څرخ ته د پای ټکی کېږدي.

شمالي ولایتونو کې د ټکسي رنګ بدلولو طرحې د عملي کېدو بهیر پیل شو

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولانو ویلي چې له کابل وروسته یې په شمالي ولایتونو کې هم د ټکسي بدلولو طرحې د عملي کېدو بهیر پیل کړی دی.
د ټرافیکو عمومي رییس حسیب‌الله مختار پرون (د وري نهمه، د پنجشنبې ورځ) بلخ ته د سفر پر مهال ویلي چې یاد بهیر په رسمي ډول په شمالي ولایتونو کې هم پیل کړی دی.

د خواف‌-‌هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز جوړولو قرارداد لاسلیک شو

ارګ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د افغانستان د اوسپنې پټلې ادارې او ګاما ګروپ شرکت د خواف‌-‌هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز جوړولو قرارداد لاسلیک کړی دی. دغه قرارداد د وري میاشتې په نهمه، د پنجشنبې ورځ لاسلیک شوی دی.

له اووه‌لسو ښځو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ «پر ټولنیزو رسنیو ځورول کېږو»

په کابل کې اووه‌لس ښځو له سلام‌وطندار سره مرکو کې ویلي چې په ځلونو پر ټولنیزو رسنیو د یوشمېر کسانو له‌خوا ځورولې شوي او پر ټولنیزو رسنیو یې امنیت خوندي نه‌دی. د دغو ښځو له دلې اته هغو ویلي چې پر ټولنیزو رسنیو ځورول کېدو یې پر ژوند سخت منفي اغېز کړی او په ټولنه کې یې نوم ته زیان اړولی دی.

د افغان ښځو د غوراوي حق لرلو د کچې ارزونه

په شپږو ولایتونو کې له ۵۳۰ افغان ښځو او نجونو سره د مرکو پر بنسټ د سلام‌وطندار د سروې موندنې ښيي چې ۶۱،۱ سلنه ښځې او نجونې چې په دې سروې کې یې ګډون کړی، د ژوند په چارو کې د غوراوي حق نه لري او ۳۹،۹ سلنې یې بیا ویلي چې په ځینو برخو کې د غوراوي حق ورکړل شوی دی. د سروې ګډونوالو بېلابېل عمرونه لرل او ډېره برخه یې له ۲۰ تر ۲۵ کلونو پورې ښځې جوړوي او دا د سروې د ټولو ګډونوالو ۴۹،۲ سلنه کېږي.

مجاهد: ا.ا له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد وایي، په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت سرپرست سرداراحمد شکېب له پاکستاني چارواکو سره د خپلو وروستیو لیدنو راپور په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره شریک کړی دی.
د نوموړي په وینا، د افغانستان سفیر د پاکستاني چارواکو پیغام را لېږدولی او پر بنسټ یې اسلام‌اباد له کابل سره د ښو اړیکو ټینګولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ننګونو د حل غوښتونکی دی.

کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر؛ دواړه لوري د سوداګرۍ پر راتلونکې پالیسي خبرې کوي

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت یو پلاوی د ا.ا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په رسمي بلنه د دوشنبې په ورځ کابل ته راغلی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې اجرایوي رییس نقیب‌الله ساپي سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد پلاوی به د ا.ا له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو پر حل او د سوداګرۍ پر راتلونکې پالیسي خبرې اترې وکړي.

ا.ا د فارین پالیسي وروستی راپور او افغانستان کې د القاعده ملاتړ بې‌بنسټه وبلل

فارین پالیسي دوه ورځې وړاندې په یوه څېړنیز راپور کې ادعا کړې چې ا.ا په افغانستان کې د القاعده شبکې ملاتړ ته لا هم دوام ورکړی دی.
فارین ‌پالیسي ادعا کړې چې یاد راپور یې د پټو ډيپلوماټیکو اطلاعاتو پر بنسټ جوړ کړی او ا.ا په افغانستان کې د القاعده غړیو ته د وسلو، کور، ښځو او پاسپورټ په څېر امکانات برابر کړي دي.

د ۱۴۰۳ کال پیل؛ د مزارشریف اوسېدونکي: د تېر کال ګڼه‌ګوڼه نشته

د بلخ د مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکي وايي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال لومړۍ ورځ یې د تېرو دوو کلونو په څېر د جنډې له پورته کولو پرته پیل کړې ده.
دوی وايي، روژه او د نوروز پر نمانځنې د سرپرست حکومت بندیز د خلکو د ګڼه‌ګوڼې کموالی لامل شوی او په وینا یې، سږ کال دا ورځ یې د عادي ورځو په څېر تېره کړې ده.

له نجونو پرته د ښوونیز کال پیل؛ حبیب‌الله اغا: عصري زده‌کړې د ورځني ژوند اړتیا دي

د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله اغا د نوي ښوونيز کال د پيل په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، پوهنې وزارت ژمن دی چې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو او هغو ماشومانو ته د معیاري زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي چې له نورو هېوادونو څخه بېرته راګرځېدلي دي.