په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه امنیت شورا ته شکایت کړی دی.

 په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولي سرپرست نصیراحمد فایق پر خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي، د پاکستان هوايي بریدونه چې ګڼ‌شمېر ملکيانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله واوښته او په ښکاره یې د افغانستان هوایي حریم نقض کړ، له امله یې استازولي په رسمي توګه امنیت شورا ته شکایت کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه یې غوښتنه کړې چې د دغه شورا د منشور له اصولو سره سم دغه بریدونه ژر تر ژره ودروي او د هواري لپاره یې رسېدنه وکړي.

پاکستاني پوځيانو د تېرې شنبې پر ورځ د خوست پر سپېرې ولسوالي هوايي بريدونه وکړل چې له امله يې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته. بل‌خوا د کونړ پر شلتن ولسوالي هم د پاکستاني پوځیانو له‌خوا توپچي بریدونه وشول چې له کبله یې شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دې بریدونو په کور دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه راوپارول. د کابل، خوست او ننګرهار ولایتونو اوسېدونکو د یادو بریدونو په غبرګون کې لاریونونه وکړل.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار پر افغانستان له هوايي برید وروسته وویل چې پاکستان له څو میاشتو راهیسې له افغانستان سره د ګډې پولې په اوږدو کې د اغېزمنې همغږۍ او امنیت لپاره له ډیپلوماټیکو لارو اړیکې نیولي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه یوې خبري غونډې ته وویل چې په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان او افغانستان پر پوله د ترهګرو بریدونه ډېر شوي او د پولې له هغې غاړې پاکستاني امنیتي ځواکونه په نښه کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام