د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست وايي چې یو‌شمېر اروپايي او اسیايي هېوادونو ته یې سفر له لاسته راوړنو ډک و.

عبدالباري عمر نن دوشنبه د لړم ۲۹مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال یادو هېوادونو ته د خپل سفر په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي د یادې خبري ناستې پر مهال وویل، هالنډ کې یې د درملو سترو شرکتونو له استازیو سره د لیدنې پر مهال د یادو شرکتونو استازیو ورسره ژمنه کړې چې افغانستان کې د درملو او روغتیايي محصولاتونو تولید برخه کې پانګونه وکړي.

عبدالباري عمر دغه لیدنې د هالنډ پلازمېنې امسټرډام کې د نومبر له شپږمې تر نهمې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د سیمه‌ییزو درملو تولیداتو د دویم کنفرانس په څنډه کې او یادو هېوادونو ته د سفر پر مهال کړې دي.

نوموړي وویل: «د بېلابېلو هېوادونو خصوصي سکټور ژمنه وکړه چې افغانستان کې به پانګونه وکړي. موږ د اروپايي او اسیايي هېوادونو استازیو سره ډېرې لیدنې لرلې چې په ځانګړې توګه چین د درملو او طبي محصولاتو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده. دوی ژمنه وکړه چې افغانستان کې به د خپلو کارخونو څانګه پرانیزي.»

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست همداراز زیاته کړه چې یادو هېوادونو ته د سفر پر مهال یې له یوشمېر افغانانو سره هم لیدلي او د افغانستان پر روان وضعیت یې ورسره خبرې کړې دي.

هغه وویل: «دې کنفرانس کې موږ د شنګن ویزه لرله چې ۲۶ هېوادونو ته مو پرې سفر کولای شوای. ازادانه او اصولي او هالنډ، بلجیم او جرمني کې مو له افغان ورونه سره ولیدل او د نظام په اړه یې چې شکونه لرل، په اړه مو خبرې وکړې. غیرسیاسي ناستې وې او افغانانو ښه هرکلی وکړ.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست عبدالباري عمر د خپل دغه سفر پر مهال هالنډ، بلجیم، سلواکیا او جرمني ته تللی و چې د نوموړي دغه سفر له پراخو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.

د نوموړي دغه سفر وروسته له هغې جنجالي شو چې پر ټولنیزو رسنیو نوموړي پورې تړلې یوه ویډیو خپره شوه چې ویل کېدل، هغه په دې ویډیو کې د جرمني کولن ښار کې د افغانانو یوې غونډې ته وینا کوي.

د رسنیو د خپورو شویو راپورونو له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د عبدالباري عمر د سفر په اړه بې‌خبري وښوده او په دې اړه یې د څېړنو پیل خبر ورکړی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام