د معلوماتو له مخې په افغانستان کې له وروستي سیاسي بدلون راپدېخوا چې د خلکو اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو ښودل شوی او ګڼشمېر کسانو د خپل ژوند او راتلونکې په اړه ناهیلې شوي، د لاسي صنایعو یوه شرکت کابل کې څه باندې سلو نجونو او هلکانو ته د کار او زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کابل کې د لاسي صنایعو د یوه شرکت رییسه نګینه شعیب حفیظي سلاموطندار ته ویلي، د مېرمنو او نجونو کورنیو او اقتصادي ستونزو ته د رسېدو په موخه یې د خیاطۍ دوه کارخونې جوړې کړي چې د کار زدهکولو ترڅنګ ورته یو اندازه پیسې هم ورکول کېږي.
په ورته مهال رابعه جویا چې له دې وړاندې د ښوونځي زدهکوونکې وه، وايي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځیو له تړلي پاتېکېدو وروسته یې، پرېکړه وکړه چې دغه مرکز کې خیاطي زده او کار وکړي.
نوموړې چې د بدخشان ولایت اصلي اوسېدونکې ده، د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حلولو په موخه کابل ته راغلې ده. د رابعه جویا په وینا مخکیني حکومت کې ښوونکې وه او د حکومت په پرځېدو سره یې خپله دنده له لاسه ورکړې او اوس کابل ته راغلې چې درې میاشتې کېږي، دغه مرکز کې کار کوي.
په همدې حال کې رخسار راسخ او شریفه همت هم چې د ښوونځي د دولسم او یولسم ټولګیو زدهکوونکې دي، اوس په دغه مرکز کې د جامو پر ګنډلو بوختې دي.
د دوی په وینا، د ښوونځیو د تړلي پاتېکېدو له امله یې پرېکړه کړې چې د خیاطۍ دغه مرکز کې خیاطي زدهکړي او ځانته یو مصروفیت پیدا کړي. په همدې حال کې یوشمېر تازه فارغې شوې زدهکړیالانې هم د کار نه پیدا کېدو له امله د لاسي صنایعو دغه مرکز ته راغلې دي.
ذکیه کریمي تازه له پوهنتون څخه فارغه شوې. نوموړې وايي چې له ډېرې ناچارۍ یې خیاطۍ ته مخه کړې او په وینا یې، اوسنیو شرایطو کې ورته د کار پیدا کول ستونزمن و.
په ورته مهال نورجان نورضیایي چې خاوند یې د اسلامي امارت په راتګ سره دنده له لاسه ورکړې، وايي چې د پیسو پیدا کولو او د کور لګښت پوره کېدو لپاره په دغه مرکز کې جامې ګنډي. د نوموړي په وینا، د خیاطۍ په دغه مرکز دومره معاش ورکول کېږي چې خپلې کورنۍ لګښتونه پرې پوره کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې د خیاطۍ او لاسي صنایعو دغه کارخونه د خامک کنډلو، مرۍ لګولو او کرشنل په برخه کې د زدهکړې درې میاشتنۍ او شپږ میاشتنۍ دورې لري.