د هرات امنیه قومانداني وايي، پولیسو د دغه ولایت د مرکز په شپږمه امنیتي حوزه کې هغه ښځه لاس په لاس نیولې چې غوښتل یې خپل خاوند ووژني.
د امنیې قومانداني په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یادې ښځې او خاوند یې مخکې په محکمه کې حقوقي دعوا لرله او خاوند یې چې کله د محکمې جلب د خُسر کور ته ور وړی، مېرمنې یې په چاکو وهلی دی.
خبرپاڼه لیکي چې د ښځې د خاوند روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او اوس په کُما کې دی.