د کندوز حوزوی روغتون چې د هېواد په شمال‌ختیځه حوزه کې د درمنلې تر ټولو لوی مرکز دی، د ناروغانو لپاره ۲۰۰ بستره لري. یاد روغتون په بېلابېلو برخو کې د خلکو لپاره روغتیايي خدمات وړاندې کوي او تازه د قطر د هلال‌احمر بنسټ له لوري پکې په لنډ‌مهالي توګه د سترګو د عملیاتو ځانګړی مرکز جوړ شوی دی.

د کندوز په حوزوي روغتون کې د سترګو د عملیات د مرکز مسوول ډاګټر محمدعزیز پیوستون وایي چې دوی له څو ورځو راهیسې په دغه ولایت کې د سترګو ناروغانو د درملنې لپاره خپل فعالیت پیل کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو  فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پیوستون زیاتوي، د تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو څخه هره ورځ هغه ناروغان چې د سترګو ناروغۍ لري، دغه مرکز ته مراجعه کوي. د هغه په وینا، روغتیايي ټيم تراوسه په دې برخه کې تراوسه ۱۴۶ ناروغانو ته رسېدنه کړې.

په همدې حال کې یو‌شمېر ناروغان او د هغوی پایوازان د قطر د هلال‌احمر بنسټ له لوري د کندزو په حوزوي روغتون کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ، وایي چې په دې وروستیو کې د روغتیايي مسوولانو له لوري د یاد ولایت د اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه پراخه شوې ده.

دوی زیاتوي چې له کوم لګښت پرته او په وړیا توګه په یاد مرکز کې د خپلو ناروغانو درملنه کوي او هېڅ راز واسطې او پېژندګلوۍ ته هم اړتیا نشته.

په ورته وخت کې د کندوز د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د یاد ولایت حوزوي روغتون او نورو روغتیايي مرکزونو کې خلکو ته ټول صحي خدمات وړیا دي.

د کندوز د عامې روغتیا رییس محمدانور بشیر وایي چې دوی له بهرنیو بنسټونو سره په همغږۍ کې دي، څو یاد ولایت کې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي. «د کندوز حوزوي روغتون او کلینیکونه څلیریشت ساعته د ناروغانو پرمخ پرانیستي دي او د قطر هلال‌احمر له لوري چې کومه پروسه ده هغه د سترګو ناروغانو لپاره دوه میاشتې ده او د سترګو عملیات به کوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 د کندوز په حوزوي روغتون کې اوس ۲۸ متخصصان او نږدې ۴۰۰ روغتیايي کارکوونکي چې ښځې هم پکې شاملې دي، په بېلابېلو برخو کې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام