د هلمند محلي مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې د دوو وروڼو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو ورور ټپي شوی او مور یې وژل شوې ده.
دا پېښه پرون د هلمند ولایت په مارجې ولسوالي کې رامنځته شوې ده.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ راشد هلمندي سلاموطندار ته ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې مور یې د دواړو وروڼو ترمنځ د منځګړیتوب هڅه کوله، خو د یوه ورور له لوري ډزې شوې چې په پایله کې یې مور وژل شوې او بل ورور یې ټپي شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي، دغه کسان د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د هلمند په نادعلي ولسوالي کې دوو وروڼو د میراث د حق غوښتلو له امله خپله خور وژلې وه.