جوزجان کې د نجونو او هلکانو لپاره د وړیا زده‌کړو لومړنی ښوونیز مرکز نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو. دغه ښوونیز مرکز چې ۲۵۰۰۰ ټوکه کتابونه لري، په بېلابېلو ټایمونو کې ۱۰۰۰ نجونو او هلکانو ته په‌کې زده‌کړې ورکول کېږي.

د جوزجان د پوهنې رییس محمدطاهر جواد د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې مرکز له پرانستلو هرکلی کوي او وايي چې د دغه ښوونیز مرکز په پرانستل کېدو سره، ګڼ‌شمېر تنکي ځوانان او ځوانان زده‌کړه وویني.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د جوزجان د پوهنې رییس په وینا، له دې وړاندې د یاد ولایت ځوانان د مالي امکاناتو د نه‌شتون له امله له زده‌کړو بې‌برخې وو او د دې ښوونیز مرکز په پرانستلو سره اوس د ځوانانو دا ستونزه حل او ناهیلي یې له منځه تللی شي.

په همدې حال کې د جوزجان ولایت د مقام اداري او مالي رییس ذبیح‌الله حسیني ټینګار کوي چې اسلامي امارت د هېواد ځوانانو د روزنې او دوی ته د ښوونیزو فرصتونو برابرولو لپاره مهمې طرحې او پلانونه لري چې یو په بل پسې یې پلي کوي.

یوشمېر هغه ځوانان چې دغه ښوونیز مرکز ته د نوملیکنې لپاره راغلي، وايي چې له دې وړاندې یې ښوونیز مرکزونو کې د زده‌کړو لپاره مالي توان نه درلود او د یاد مرکز پرانستلو دوی بېرته دې ته هڅولي چې د نوي علوم زده‌کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال دغه ځوانان د یاد ښوونیز مرکز له پرانستل کېدو هرکلی کوي او هغه د خپلې راتلونکي لپاره مهم او اغېزمن ګام بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام