د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په دوام او د ستونزو د حل لپاره له ډېپلوماټیکو لارو چارو د ګټې اخیستنې لپاره د سیمې د هېوادونو له پرلهپسې غوښتنو وروسته، یوې باوري سرچینې سلام وطندار ته تایید کړه چې د سهشنبې په ورځ د مولانا فضلالرحمن خلیل په مشرۍ د پاکستاني علماوو، یو درېکسیز پلاوی کابل ته راغلی.
سرچینې وویل، دغه پلاوی هڅه کوي د دواړو لورو ترمنځ روان تاوتریخوالی پایته ورسوي.
ورته وخت کې د چارو کارپوهان وایي، که څه هم د دغه ډول پلاویو سفرونه کولی شي د اړیکو د ښه کېدو لپاره یو ګام وي؛ خو د پام وړ پایلې به یوازې هغه وخت ترلاسه شي چې دواړه هېوادونه د رسمي او سیاسي خبرو اترو لړۍ پیل کړي.
د کارپوهانو په باور، افغانستان ته د پاکستاني پلاوي دغه سفر یوازې د دواړو خواوو ترمنځ د مذاکراتو بیا پیل لپاره زمینه برابرولی شي.
د سیاسي چارو کارپوه معینګل څمکنی په دې اړه وايي: «دا د دې ښکارندویي کوي چې اسلامي امارت سره د اسلام پر بنسټ د اړیکو د ټینګولو هڅه کېږي. د دغه هیات عمده هدف دا دی چې د هغو خبرو لپاره لاره هواره کړي چې وروسته به یې حکومتي چارواکي پر میکانیزمونو بحث وکړي؛ څو جګړه څنګه پایته رسېدلی شي.»
د نړیوالو اړیکو د کارپوه عبدالناصر شفیق په باور، افغانستان ته د پاکستان د دغه پلاوي سفر ښيي چې اسلاماباد دغه هېواد کې د روان وضعیت او په منځني ختیځ کې د بدلونونو له امله اړ شوی چې کابل ته یو پلاوی واستوي.
خو د ده په وینا، دا چې دغه پلاوی یوازې له دیني علماوو جوړ دی او ورته هڅې مخکې هم شوې؛ نو دا امکان کم دی چې دغه پلاوی به داسې پایلې ته ورسیږي چې وروسته پرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي خبرو پیل ته لاره هواره کړي.
«د پاکستان د هیات دغه سفر دا په ګوته کوي چې پاکستان مجبور دی چې هیات رالېږلی؛ خو دا چې هیات له ټولو علماوو څخه ترکیب موندلی، دا نه به د پاکستان حکومت دومره د باور وړ اووسي او نه دومره اختیارات دوی لري چې یو څه نتیجه لاس ته راوړي او ویې وړي او بیا د هغې په نتیجه کې پاکستان حکومت د مذاکراتو لړۍ پیل کړي.»
کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسني کړکېچ د حل لپاره سیاسي خبرې او ډیپلوماټیکې لارې تر ټولو اغېزمنې ګڼل کېږي.


