پکتیا کې د نیالګيو کینولو پسرلنی کمپاین پيل شو

د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لهخوا «د ځمکې ژوندي کول د حضرت محمد ص سنت دی» تر عنوان لاندې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین د یاد ولایت اړوند د تیرې‌کنډو په سیمه کې د حکومتي مسوولانو په ګډون نن چهارشنبه، کب ۲۰مه پیل شوی دی.

پر نجونو دودیز فشارونه؛ د زده‌کړو، کار او د مېړه انتخاب حق څخه محرومیت

حقوق‌پوهان او دیني عالمان ټینګار کوي چې د قانون، حنفي فقې او اسلامي شریعت له مخې، ښځې د زده‌کړې، کار او د مېړه د انتخاب حق لري.
خو دغه راپور کې مرکه شویو ښځو ویلي، ټولنه کې ناسم دودونه لامل شوي چې د زده‌کړې، کار او د مېړه د انتخاب په څېر له خپلو اساسي حقونو محرومې شي.

د فاریاب لولاش ولسوالي اوسېدونکي د لومړنیو خدمتونو له نشتوالي سرټکوي

د فاریاب د لولاش ولسوالي د دې ولایت له غرنیو ولسوالیو څخه ده چې د میمنې ښار څخه شاوخوا ۱۱۰ کیلومتره واټن لري، خو د معیاري او تګ‌راتګ وړ لارو د نشتوالي له امله دا ولسوالي د ولایت له تر ټولو لرې او منزوي سیمو څخه شمېرل کېږي.

د چارو کارپوهان: د پاکستاني پلاوي سفر مذاکراتو ته لار هوارولی شي

د اسلامي امارت یوې سرچینې وویل، د پاکستان له دیني علماوو جوړ یو درې کسیز پلاوی کابل ته راغلی، څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان تاوتریخوالي د پای‌ته رسولو لپاره هڅې وکړي. ورته وخت کې کارپوهان باور لري چې دغه پلاوی ښايي یوازې دومره وکړی شي چې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو او مذاکراتو د بیا پیلولو لپاره زمینه برابره کړي.

لبنان کې د اسراییلو د برید پرمهال ۱۰کسان وژل شوي

د لبنان رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې د اسراییلو په یوه هوايي برید کې د دغه هېواد په ختیځ کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، دا برید د لبنان د بعلبک ولسوالي اړوند د تمنین التحتا په سیمه کې پر یوې هستوګنیزې ودانۍ شوی دی.

لوګر کې د پېژندپاڼو وېش له لارې ۱۹میلیونه افغانۍ عواید ټول شوي

د دغه ریاست رییس قاري نجیب‌الله نظامي په پل‌علم کې خبریالانو ته وویل چې د روان کال له پیل څخه تراوسه، په لوګر کې ۲۱زره او ۵۴۸ کسانو ته برښنایي پېژندپاڼې او له ۱۳زرو څخه زیاتو نورو کسانو ته کاغذي او مثني تذکرې وېشل شوي چې له همدې درکه یاد عواید ترلاسه شوي دي.

جاپان راستنو شویو کورنیو سره ۲ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

جاپان له پاکستان او ایرانه د راستنېدونکو او زیانمنونکو افغانانو د ملاتړ لپاره دوه میلیون امریکايي ډالره مرسته کوي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ UNHCR نن چهارشنبه یوه اعلامیه کې ویلي، دغه مرستې به د راستنېدونکو او زیانمنو افغانانو د بیړنیو اړتیاوو پوره کولو، ساتنې او د حیاتي خدماتو وړاندې کولو په برخو کې ولګول شي.

د هېواد ختیځ کې جګړو ۶۸زره ماشومان بېځایه کړي

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ Save the Children ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو زیاتېدو له امله، د افغانستان په ختیځ کې شاوخوا ۶۸ زره ماشومان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي.

دغه بنسټ یوه تازه راپور کې ویلي، د سلګونو ټولګیو او لنډمهالو زده‌کړیزو مرکزونو د تړل کېدو په دلیل، له ۸ زرو څخه ډېر هغه ماشومان چې د ژغورنې نړیوال بنسټ او د شریکانو له لوري یې ملاتړ کېده، دامهال له ښوونځي پاتې دي.

امریکا او اسراییل ایران کې۱۰ زره ملکي ځایونه په نښه کړي

ایراني چارواکو ویلي چې امریکا او اسراییل د جګړې له پیل راهیسې ایران کې نږدې ۱۰۰۰۰ ملکي ځایونه په نښه کړي.

الجزیرې شبکې نن چهارشنبه د حوت ۲۰ / مارچ ۱۱ راپور ورکړی چې اسراییل او امریکا پر ایران د بریدونو پرمهال له ۱۳۰۰ څخه زیات ملکي وګړي هم وژلي.