د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني وويل، حکومت هغه نه دی چې ولس یوازې د ډارولو له لارې اداره کوي، بلکې د ښه حکومت او رعیت ترمنځ د مینې او باور اړیکې وي.

ښاغلي حقاني تېره ورځ د خوست په لوی جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال ویلي، افغانانو ته په دا تقریباً نیمه پېړۍ کې یوازې درد رسېدلی، خو بیا هم دوی په هر صورت خپلواکي غواړي.

هغه وويل: «موږ په تاريخي لحاظ پردیو امپراتوریو محکوم کړي یو، که اوس یو او بل پخپله محکوم او ذلیل کوو، دښمنۍ او عداوتونه نه شو ختمولی، تحمل او تعامل مهم دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه سپارښتنه وکړه چې خلک دې خپلې ستونزې د محاکمو له لارې حل کړي، ځکه چې قضاء د نظام مهم رکن دی او د عدالت د تطبیق مرجع ده.

هغه دغه راز ويلي چې حکومت هغه وخت مانا پیدا کوي چې ولس ته هوساینه، عدالت او د باور فضا رامنځته کړي.

ده وويل، چې موږ په انقلاب کې پیدا شوي او په همدې انقلاب کې را لوی شوي یو او موخه يې خلکو ته د وحدت د پیغام رسول او د هېواد د هرې برخې د امنیت او ثبات ملاتړ دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام