د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ټینګار کړی چې د حماس او اسراییلو ترمنځ اوربند په غزه کې «پایښت لرونکی او نه‌ماتېدونکی» دی.

ټرمپ نن دوشنبه، نومبر درېیمه له «سي‌بي‌اېس» ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: «که حماس سم چلند ونه‌کړي، موږ کولای شو هغوی سمدستي له‌منځه یوسو؛ هغوی په دې ښه پوهېږي.»

هغه زیاته کړه: «زه کولای شم د حماس ژر بې‌وسلې کړم، که وغواړم.»

ټرمپ د اسراییلو د لومړي‌ وزیر بنیامین نتانیاهو ستاینه هم وکړه او هغه یې «ډېر بااستعداده سړی» وباله. نوموړي ژمنه وکړه چې د نتنیاهو د قضایي څار په مخنیوي کې به له هغه ملاتړ وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل: «تر دې وړاندې هېچا د هغه دومره ملاتړنه‌دی کړی او زه ‌ګومان نه کوم چې له هغه سره ښه چلند شوی وي، خو زه د هغه تر شا ولاړ وم.»

ټرمپ همدارنګه وویل چې د نتنیاهو ځینې کړنې زما هم د خوښې وړ نه‌دي او زیاته یې کړه: «تاسې ولیدل چې ما په دې اړه څه وکړل.» د ټرمپ اشاره هغه اوربند ته وه چې د دوو کلونو خونړۍ جګړې وروسته یې د غزې په سیمه کې ټینګ کړ.

ټرمپ تېره میاشت د غزې د ویجاړې شوې سیمې لپاره یوه شل‌ماده‌یزه طرحه وړاندې کړه. دغه طرح کې د سیمې بې‌وسلې کول، د تخنیکي متخصصینو له یوې لنډمهالې کمېټې سره د ادارې سپارل، د بیارغونې پيل او د اسراییلو تدریجي وتل شامل دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام