فوټسال زړه راښکونکې او چټکیا لوبه ده چې له قوټبال په کوچني لوبغالي او په کمو لوبغاړو سره کېږي. دغه لوبه د فردي مهارتونو، چټکیا او د لوبډلو ترمنځ د همغږۍ له کبله د ځوانانو ترمنځ پر یوې خورا زړه راښکونکې لوبه بدله شوې ده.

سلام‌وطندار د یادې لوبې په تړاو په ۱۲ولایتونو کې له ۲۴ځوانانو سره چې «۱۶ هلکان او اته یې، نجونې دي» د مرکو پرمهال موندلې چې د امکاناتو او محدودیتونو سره سره، ځوانان د تفرېح لپاره فوټسال لوبه غوره ورزش ګڼي.

بل‌خوا د مېرمنو پر ورزش د شته محدودیتونو سربېره، یوشمېر نجونې توانېدلي چې په خپل کور یا حویلي کې د کورنۍ له غړیو او ګاونډیانو سره د فوټسال سیالي وکړي.

په دې راپور کې له اتو هغو مېرمنو سره چې په کور یا حویلي کې د کورنۍ له غړیو یا ګاونډیانو سره فوټسال لوبه کوي، هم خبرې شوې دي.

د جلال‌اباد اوسېدونکې ۲۰ کلنه فاطمه وايي، سره له دې چې حکومت محدودیتونه لګولي او د ښځو لپاره کافي ورزشي اسانتیاوې نشته، خو فوټسال سره د مینې له امله په کور کې هم دې ورزش ته دوام ورکوي.

فاطمه وايي: «له درې کلونو راهیسې کله ناکله لوبه کوم، خو رسمي تمرینات نه‌لرو، یوازې په پټ ډول له خپلو ملګرو سره تمرین کوو. زموږ په سیمه کې د نجونو لپاره ځانګړې ځایونه نشته، نو زیات وخت په پټ ځایونو یا د کور په حویلي کې تمرین کوو. دا ورزش زما اعتماد او پر ځان‌باور زیاتوي، ما هوښیاروي او ژوند ته مې هیجان وربښي.»

زهرا چې ۲۴کاله عمري لري او د غور اوسېدونکې ده او د ټولن‌پوهنې پوهنځي زده‌کړیاله ده، له تېرو درېوو کلونو راهیسې فوټسال لوبه کوي او دوه ورځې یې، په اوونۍ کې خپلو ملګرو او د کورنۍ غړیو سره لوبې ته ځانګړی کړی دی.

زهرا وايي: «زه معمولا دوه ورځې په اوونۍ کې تمرین کوم. له فوټسال سره تر بلدتیا وروسته مې دا لوبه ډېره خوښه شوه، ځکه کوچنۍ ځمکه غواړي، لوبغاړی وړوکی وي او هیجان یې ډېر دی، په ځانګړي ډول د هغو نجونو لپاره چې لوی میدانونه نه‌لري.»

په دې راپور کې مرکه شویو هلکانو هم فوټسال سره د لېوالتیا لپاره ورته لاملونه یاد کړي دي!

د تخار اوسېدونکې حبیب‌الله فیضي چې ۲۶ کلن دی، وايي، د فوټسال لوبې له امله چې زړه‌راښکوکې ده او په کوچنیو ځایونو کې هم کېدای شي، د دې ورزش مینه‌وال شوی یم. هغه اوس په اوونۍ کې درې ورځې فوټسال ته ځانګړې کړي دي.

فیضی وايي: «زه د تخار پوهنتون د فوټسال ټیم غړی یم او له څو محلي ټیمونو سره مې هم لوبې کړې دي. فوټسال په محدود ځای کې هم کېدای شي، خو زه اوس دا لوبه ډېره خوښوم، ځکه هیجان یې ډېر دی، لږه ځمکه غواړي، لوبې چټکې ترسره کېږي او مهارتونه ښه څرګندېږي. د ځوانانو لپاره، فوټسال د هیجاني شیبو لوبه ده چې ډېر جذب لري.»

فربد چې ۱۷کاله عمر لري او بلخ کې د یوه ښوونځي د یوولسم ټولګي زده‌کوونکی دی، د فوټسال لوبې سره ځانګړې مینه لري او د ولایتي سیالیو تجربه هم له ځان سره لري. هغه وايي، غواړي له همدې لارې پرمختګ وکړي او په راتلونکي کې د خپل هېواد لپاره لاسته‌راوړنې ولري.

فرید وایي: «فوټسال د هغو ورزشونو له جملې ده چې ډېر خوند ترې اخلم. زه هڅه کوم چې د فوټسال تکړه لوبغاړی شم. تر اوسه مې په څو ټیمونو کې لوبه کړې او د ولایتي سیالیو په ګډون مې تجربه ترلاسه کړې ده.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


فوټسال سره د ډېرې لېوالتیا ترڅنګ، ځوانان شکایت کوي چې د حکومت له لوري یې ملاتړ نه‌کیږي، لوبغالي نشته، اقتصادي ستونزو سره مخ دي او روزونکي ورته نه‌پیدا کیږي.

د کابل اوسېدونکی او د انجینیرۍ څانګې زده‌کړیال ۲۵ کلن شعیب عزیزي وايي، فوټسال سیالیو کې د ځوانانو پرمختګ په برخه کې د حکومت له لوري د ملاتړ نه‌شتون، د دغو سیالیو د نه ‌پرمختګ اصلي لامل دی.

«د اسانتیاوو نشتوالی، د مالي ملاتړ نه‌لرل او د رسمي سیالیو کمښت زموږ له اصلي ستونزو څخه دي. موږ ډېر تمرین کوو، خو د ځان ښودلو او ثابتولو فرصت نه‌لرو؛ دا فرصتونه ډېر محدود دي. که ملاتړ وشي، نو ښایي پرمختګ وکړو، خو لا هم په افغانستان کې د فوتسال لوبغاړو لپاره د مسلکي پرمختګ زمینه محدوده ده.»

سلیمان چې د بادغیس اوسېدونکی دی او له څلورو کلونو راهیسې له فوتسال سره بلد لري او په اوونۍ کې درې ورځې دغه لوبه کوي وایي چې اقتصادي ستونزې او د مسلکي روزونکي نشتوالی یې له مهمو ننګونو څخه دي.

هغه وایي:

«زموږ په سیمه کې د فوټسال لوبو لپاره مناسب لوبغالی نه‌شته، یوازې خصوصي جمنازیمونه دي چې هغو ته هم ډېر لګښت په‌کار دی. ستونزه دا ده چې د فوټسال لپاره مسلکي روزونکی نه‌شته، امکانات کم دي او اقتصادي ستونزې ډېرې دي.»

اخوا، د سپورت برخې یوشمېر فعالان د فوټسال په ګټو د ټینګار ترڅنګ وایي چې دا لوبه نه‌ یوازې یوه سالمه تفریح ده، بلکې له ذهني او ټولنیز پلوه هم په ځوانانو مثبتې اغېزې لري.

شهزاد شیرزاد د فوتسال پر فزیکي او رواني ګټو ټینګار کوي او دغه لوبه د ځوانانو ترمنځ د یووالي او ټولنیزې برابرۍ د پیاوړتیا وسیله ګڼي.

هغه وویل، فوټسال کولی شي د همکارۍ روحیه رامنځته کړي، ټولنیزې واټنونه راکم کړي او ټولنه کې د یووالي لپاره مهم رول ولوبوي.

«فوتسال د بدن د زغم، ځواک او انعطاف‌پذيرۍ د زیاتوالي لامل ګرځي. دا چې دا لوبه په کوچنۍ فضا کې ترسره کېږي او دوامداره منډې پکې شته، زړه او سږو ته پیاوړتیا ورکوي. په محدود فضا کې د توپ کنټرول، د حرکت مهارتونو پراختیا، د غبرګون چټکتیا او د بدن غړو ترمنځ همغږي پیاوړې کوي. هغه ځوانان چې د ستونزمنو شرایطو تر څنګ فوتسال لوبه کوي، دا ورزش ورته د ذهني فشارونو د کمولو، د ځان‌باور زیاتوالي او د خپل ارزښت درک کولو فضا برابروي.»

د سپورت برخې بل فعال مصطفی هاشمي هم فوټسال لوبه او ورسره د ځوانانو لېوالتیا د پرمختګ یوه لاره بولي او ټینګار کوي چې ځوانان په ځانګړې ډول ښځې باید د ورزش کولو لپاره ډېر فرصتونه ولري.

«د فوتسال ترڅنګ د یوګا، اتلاتیک، منډه او فټنس په څېر لوبې د ښځو لپاره ډېرې ګټورې او اغېزناک تمامېږي. بې‌ له شکه دا ډول لوبې د ښځو پر روغتیا او هوښیارتیا مثبتې اغېزې لري. د ترسره شویو څېړنو له مخې، هغه کسان چې ورزش کوي، نسبت هغو ته چې ورزش نه‌کوي، تیز ذهن او لوړه ذهني وړتیا لري.»

د افغانستان د ملي المپیک کمېټې ویاند اتل مشواڼی د دولت له لوري موجوده پروګرامونو او ملاتړ ته په اشارې وایي، دغه کمېټه د فوټبال فدراسیون تر چتر لاندې د فوټسال د پرمختګ لپاره فعالیت کوي.

«ولایتونو کې لوبغاړي فوټسال لوبه کوي او په ټوله کې ویلی شو چې نږدې ۱۰،۰۰۰ کلبونه او لوبغاړي په ټول هېواد کې فعال دي چې په بېلابېلو سیمو کې تمرینونه کوي.»

دا داسې مهال دی چې ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نړیواله درجه‌بندۍ کې ۳۳م مقام لري او په آسیايي هېوادونو کې هم اووم مقام ته رسېدلې.

تر هغې وړاندې، ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان فوتسال ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره د فوټسال نړیوال جام ته لار پیدا کړه او په هغو سیالیو کې یې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لاره موندلې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام